غزل
په ائنه کښې چې سينګار جوړوي
مونږ بد نصيبوله څه کار جوړوي
لکه د شين اسمان د تندر په شان
د کړس خنداې زړه کښې لار جوړوي
سترګو کښې يې وکړلو اقرار د مينې
څه بهانه اوس د ګفتار جوړوي
په مړو کتو سړی رنځور کړي اول
په خوږ نظر بيا خپل بيمار جوړوي
اعظم خان څنګ به ترينه مخ واړؤم
جانان د زلفو نه چې دار جوړوي
اعظم خان اعظم
09.12.2010
- عمادالدين دوران
...
11.12.2010
- عمادالدين دوران
غزل
خدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينهځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينهونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره دههره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينهخدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړهچې مــو تور زړونه راسپين کړي،چـ...