د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته په رسیدو، د خپل حکومت په اتمه ورځ، د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۲۸مه ڼیټه د استرالیا له لومړي وزیر مالکم ټرنبل سره یوه تیلیفوني اړیکه نیولې وه.

په دغه اړیکه کې دواړو مشرانو پر بیلابیلو سیاسي مسایلو خبرې ترسره کړې وي، خو هغه مهمه موضوع چې تراوسه پټه پاتې شوې وه، هغه د ناقانونه کډوالۍ په هکله د دغه دواړو مشرانو تود بحث دی، چې په یاد تیلیفوني تماس کې د دواړو ترمنځ رامنځته شوې وه.

په دغه تماس کې چې په کومو مسایلو خبرې شوې وې هغه د واشنګټن پوسټ لخوا تیره اوونۍ په یو راپور کې خپرې شوې.

د واشنګټن پوسټ د دغه راپور په اساس د استرالیا لومړي وزیر ټرنبل ولسمشر ټرمپ ته او د هغه زوم او د سپینې ماڼۍ مهم سلاکار جاریډ کوشنر ته د استرالیا د مهاجرت د پالیسیو په اړه معلومات ورکړي وه، چې د واشنګټن پوسټ په حواله ولسمشر ټرمپ د دغه تګلارو ستاینه کړې وه او هغه یې خوښې شوې وې.

واشنګټن پوسټ لیکي، تر دغه تماس څو ورځې وروسته ولسمشر ټرمپ د خپل حکومت په لومړیو کې د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې یو سخت دریځ غوره کړ، او همدارنګه د اسلامي نړۍ د ځینو هیوادونو پر وګړیو یې امریکا ته سفر هم بند کړ.

دغه ورځپاڼه لیکي، د سیاسي کارپوهانو په باور ټرمب د استرالیا د مهاجرت د تګلارو له بریالیتوبه اغیزمن شوې وه، چې د هغې په تعقیب یې آن دغه ډول اقدامات هم ترسره کړل.