‎ځيني کړۍ هڅه کوي د سولې خبرې خرابې کړي!
‎افغان حکومت د افغان ولس د هوسا ژوند او د سوله ییز ژوند د پاره هر اړخیزې هڅې پيل کړي، یو طرف ازبکستان د افغان سولې ملاتړ وکړ ، بل طرف سعودي عربستان، او تر څنګ یې اروپايي ټولنې ، او تر ټولو مهمه د افغانستان ټول ولس د خپل حکومت د مشرانو د سولې هڅې وستایلې او ملاتړ یې کوي، په دې وروستیو کې له طالب مشرانو سره د سولې خبرې د هر خبر سرټکی ، او د هر افغان په ژبه دی ټول غواړي په افغانستان کې سوله راشي، نوره جګړه پایته ورسېږي او ولس نورپه آرامه فضا کې ژوند وکړي، زموږ هلمندي ځوانانو له هلمند ولایت څخه پلي حرکت وکړ ، کلي په کلي، جومات په جومات یې ولس د سولې حرکت ته راوبله ، د څو ولایتونو څخه دغه کاروان تېر او بلاخره کابل ته راورسېدل ، ددې کاروان غړو له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې نوره د ورور وژنه بس کړي نور د سوله وکړي، ځکه جګړې ګټونکې نه لري، په همدې حال کې پکتیا ولایت کې د قومونو هڅې روانې دي چې د طالبانو مشرانو سره د جرګو د لارې د سولې خبرې وکړي، یعنې په ټوله کې د سولې خبرې د ټولو بحثونو اصلي محور ګرځېدلی.
‎بدبختانه ځیني کړۍ شته او هڅه کوي چې د سولې خبرې خرابې کړي او د ولس اذهان تیاره کړي، په مختلفونو نومونو غواړي چې د حکومت د سولې دغه هڅې نوم بدې کړي، یو طرف پاکستان په درواغجن خبر سره د ‌‌‌‌‌‌ډيورند خبرې را برسېره کوي، بل طرف دلته په افغانستان کې د پاکستان نوکران. دا دروغ خبرونه تقویه کوي او ولس ته ځآنونه تک سپين کوي، چې موږ ددې وطن زړه سوانده یو ،دوی د سولې خبرو ته د افغانستان د تجزیې نوم ورکوي چې ګواګې افغان ولسمشر غواړي افغانستان تجزیه کړي.
‎په اصل کې دا د ګوتو په شمار خلک اوس ولس هم پېژني چې دوی د پاکستان او ایران د ګټو ساتونکي دي څه چې یې بادار ورته وايي هغه دوی کوي، دوی کله هم افغانان ندي او نه به افغانان شي، ددوی شخصي ګټې د افغانستان په جګړه کې خوندي دي او د خپل بادار ګټو څخه هم ساتنه کوي ، دوی هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا 71مو کلونو ته یوسي .
‎خو
‎دوی به کله هم خپلو ارمانونو ته ونه رسېږي.
‎د ملي یووالي حکومت مشرانو
‎د کورنی او بهرنی سیاست بریالی وه ، او په لږه موده کې یې وکولی شو چې نړیوال باور خپل کړي.
‎لرې نده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر نېږدې وخت کې به هم افغان ولس د سولې شاهدان وي، او هم به هغه پرديپال چې تل یې د شیطانت او جاسوسۍ سره افغان ولس په خپلو کې سره وېشلي ، افشا‌‌‌‌‌‌ء کېږي او هم به د خپلو اعمالو سزا ته رسول کېږي
‎او لرې نده چې له پاکستان سره به هم خپل حساب کتاب کېږي.
‎اړتیاده چې ټول ولس په خپلو مشرانو باور
‎ولري او ملاتړ یې ورکړي تر څو زموږ
‎د حکومت ټولې ملي برنامې بریالۍ شي.
‎د سوکاله افغانستان په هیله .
‎مینه منګل