غزل

ستا له بنګړو سره سیالي کوي چې شور کوي
د زړه پرهر مې زورورو سره زور کوي

شماله ! یاد مې پر زړه مه تازه کوه د هغې
د ګلاب هغه زخم مه چېړه چې اور کوي

زما د قام په فکر داسې بلا ناسته ده چې
څوک د کور غم نه کړي ، که غم کوي د ګور کوي

تا د ګناه احساس را نه کړ ، تا خو وبخښلم
خو خپل وجدان راته شېبه شېبه پیغور کوي

زه تل مدام هغو یارانو دردولی یمه
چې په یوه ژبه خبرې درې څلور کوي

دومره غمونو خو مجنون هم و صحرا ته ویستی
شاباس لا اوس هم پر جلال چې کلی کور کوي

جلال امرخېل