غزل

مه خوره قسمونه ډېر پاخه په خوله
نور دې هېڅ باور نه کوم زه په خوله
 
خوله په خوله په کلي کې خبرې دي
مونږه جوړ ليدلي يو چا خوله په خوله

ستا د غم سرطان به پټوم تر څو؟
راغله اخر وينه مې د زړه په خوله

دا دې څه بلا راباندې کړې ده
نه دې په ديدن مړېږم نه په خوله

بېرته جاروتی نه شي له ژبې نه
سر خو جاروی شي پښتانه په خوله

بيا جلال اخستی مدهوشۍ ومه
نوم دې چې دې چې بيا بيا ،راته راته په خوله

جلال امرخېل