روځ دمبارک

د لمانځغونډی لپاره یی یوه میاشت مخکی لا کار شروع کړۍ وو ،د موجوده تخصیصیی تر څنګ یی د دوستو هیوادونو د سفارتونو اونړیوالو اړوندو ادارو څخه هم پیسي (فــنـډ) ترلاسه کړۍ وو، د اړوندو اورګانونو سره په همغږۍ یی هر اړخیز پروګرام جوړ کړۍ وو، یعنی د دولتی چارواکو- زور واکو تر څنګ یی دینی عالمانو اومدنی ټولنو ته لا د مخه خبر ورکړۍ وو،د لمانځغونډي د پای د رنګینیو لپاره یی اروپایی میشتی افغانه سندرغاړی هم سپیشل را غوښتي وه، اوالبته دغه ټول راغوښتل شوی ښاغلی او آغلي هغه څوک وو چی دښه ژوند حق یی په زر او زور ځان ته ورکړۍ وو. د امنیتی تدبیرونو په لړۍ کی یی د یو کیلومتر په شعاع ټولی لاری او اداری تړلي وي اوهغه د چا خبر ژوند یی په ټپه درولۍ وو.
د لمانځغونډي په لوی او پسولل شوی سالون کی د ځان ښوودنی اوتظاهر ټولی چاري په پوره استادۍ تر سره شوی وی، د لس ډوله خوړو مینو مخکی له مخکی امر شوۍ وو. د معمول مطابق د قرانکریم د تلاوت، او ملی سرود وروسته اړوندو چارواکو د ستونی څیرولو ډرامه اوسیالی شروع شوه.
لومړۍ د ښخو چارو وزارت چارواکي آغلی (.....) چی د هیواد دری رنګه بیرغ پوړنۍ یی په اوږو خپور وو د خپلی وینا په اورولو شروع شوه، د ښځو د روان حالت په اړه یی هماغه څه وویل چي پروسږ کال یی هم چاشنی کړی او ټول هغه څه چی د بهرنیو ادارو د اټکلی اوکم خرڅه شمیرو (ستاتستیک) زیږنده دی لکه د ټولګی زده کوونکي بلبله غوندی د اوریدونکو په غوږونو کی د پیاوړو لوډسپیکرونو پوسیله ور پو کول، په سالون کی ناستو اوریدونکیو هم د خپل جاغور، ژبنی،سمتی، تنظیمی اوشخصی اړیکو په بنسټ غبرګون ښوولو. وینا له هره اړخه سکښتل شوی (کلیشه ای ) وه، پدی معنی چی یو څه دشمیرو وړاندی کول ، لږ څه د ستونځو منل اوبیا لاسته راوړنی او ورپسي یی غوښنه برخه هوایی وعدی اود پلان پنامه خیالی جنت جوړول وو چی هغه د کامي د خلکو په دودیزه اصطلاح غر یی ورته غوښه کړو اوسیند ورته ښوروا.
ورپسي د دینی عالمانو اوجهادی مخکښانو نوبت راغۍ ! د دوي په استازیتوب هم مخور دینی عالم او وتلۍ جهادی شخص دریځ ته راغۍ، په ظاهری بڼه یی د پښو د نوک نه نیولي تر سر پوري یی سُنت حتی په افغانی بڼه مراعات کړی وو، ږیره یی د قبضي پځای دری نیمی لویشتی اوږده او د کمیس د لد آخرینۍ تڼۍ یی هم تری لاندی پټه وه، لونګۍ یی د شینوارو د پوزی تر خولۍ را تاو کړی وه اوخولۍ یی تر لنکوټي یوه لویشت لوړه وه. بریتونه یی هم داسی وهلی وو چی د شنډو مورګي یی تری لوڅي وي.
د آیاتونو،احادیثو،اقوالو..... په زور یی بیخبره اوریدونکو ته هغه څه واورول چی پخپله یی هم په ژوند کی عمل نه وو ورباندی کړۍ. دحضرت بی بی عایشی (رض) د ژوند څخه یی کیسی وکړی چی څرنګه یی د احادیثو په هکله تشریحات ورکول. د اسلام د مبارک دین د سپارښتنو مطابق د ښځی حقونه (د خاوند،او پلارګنۍ په میراث کی)، د تعلیم حق،د ژوند د شریک د خوښولو حق، د کونډی ښځي د انتخاب حق .... او داسی نور (ماته د جنت کیسی ځانته د دنیا حساب) ، اوڅرنګه چی دریځ یی توود ولید د مخالفینو په پته یی هم د خبرو یو څو توغوندۍ ور شارټ کړی چی د مصنوعی څیرو په چکچکو بدرګه شوي. بدرګه که محبت (زور +زر) راسره نه وۍ ««»» یک تنها به په خونخوارو لاروتلل څوک؟!
وروسته نوبت د بشر حقونو آزاد کمیسیون (؟) ته ورغۍ چی هماغه د غرب د چړیانو د صرف میر ګردان یی ټکی په ټکی کما فی السابق اوهو به هو تکرار کړ ، څه ګیله له حکومته اوڅه نوره له طالیب چارواکو اوګویا خپله ډودۍ یی حلاله کړه.
بیا نو ژرنده که د پلارده هم په وار ده! د دریځ نوبت د مدنی ټولنی غړو؟! ته ورسید چی هغه دچا په اصطلاح ما په آسمان غوښت،خدای په ځمکه راکړ، همدی روځي اوستیج ته یی د نوی ښار په سینګارتونوکی د کندهاریانوپه اصطلاح په پیخر پیسي پځان خرڅی کړی وی او لکه آماتورانځور داسی یی ځان جوړ کړۍ وو. هر لوری ته یی بی هدفه خوله اچوله اوخپل زړه یی ښه تش کړو. پخوانی څه چی وو ټول یی نفی اووغندل،دین یی هم زوړ وګڼلو اوپه هغه یی بیا کتنه اړینه وګڼله،هغه څه چی یی ویل پخپله هم نه ورباندی پوهیدله! او کله چی له دریځه را ښکته شوه له خپلی انډیوالی څخه د کلیپ اوانځورونو پوښتنه وکړه چی سم یی اخیستی اوکنه؟ بیا یی ورسره وویل اوس د خدای (ج) وکړی چی کوم څوک می مخامخ اویا هم تلیفونی تهدید کړی چی په غرب کی د پناه اخیستلو لپاره لازم اسناد شی.
او په پای کی اروپا میشته ځوانه افغانی الاصله سندرغاړی چی په غربی بڼه یی د ښځی روځی ته نوره رنګینی ور بښلی وه په دریځ را څرګنده شوه او ټولو ته یی وښودله چی د ښځوروځ یعنی دغه! بیا یی ټول کلیوالی ژوند ، دود اودستور وښکنځۍ اوحتی د وحشیانو سره یی پرتله کړ، دلته نود ځوانانو هلکانو او نجونو چکچک شروع شو اونوموړی سندرغاړی هم خپله مچه په لاس کی ونیوله اود دوی په لوری یی ورپو کړه چی ځینو ځوانانو په هوا کی ونیوله.
امـــــــا لدی سالون او رنګینی فضا اوغوړو وعدو څخه ډیر لیری:
- یوه تور سری د نسایی – ولادی کلینک د نشتوالی له کبله د ولادت په مهال په حق ورسیده .
- په بل ګوټ کی په یوه کلیوالی جرګه کی د یوه ورور د بدۍ له کبله یی د هغه لس کلنه خور په بدو کی ورکړه.
- په بل ځای کي یوه پلارخپله لس کلنه لور د ښوونځۍ را وګرځوله ،قلم یی ځنی واخیست او په میړه یی کړه.
- یوه حکومتی مامور د دعوی د خاوند څخه د هغه لورد رشوت په دود وغوښته.
- په بل ځای کی خپلسری وسله وال او زور واکی میړوښه په زور ځانته نکاح کړه.
- بل زور واکی د حکومت تر سیوری لاندی دوی خویندی ځانته نکاح کړی.
- د حکومت د واک نه د باندی سیمه کی طالب وسله وال هغه ځوانه نجلۍ چی د ده خوښه وه اود هغی کوژده مخکی د بل سره شوی وه د زنا پنامه سنګسار کړه.
- په ګاونډ ولایت کی طالبانو د دین پنامه د نجونو ښوونځۍ ته بمونه کیښودل اوهغه یی والوزوله تر څو چی په هغی دنیا کی د جهاد پله درنه شی.
- په هغه بل ولایت کی یوه میړه د خپلی ښځي پزه ور پریکړی ،بل دیته ورته ځناور یی بیا دواړه غوږونه ور پری کړل.
- په هغه بل ولایت کی د جومات ملا پخپلی ماشومی شاګردی جنسی تیرۍ وکړ.
- یوه چرسی- تر یاکی بریتور ورور خپله خور دغیرت پخاطر(؟)د تعلیم نه راوګرزوله اود غواوو د غوجلی پاکول یی ددی لپاره ضروری وګڼل.
- یوه ملا بیا د دین له آدرسه وویل چی: ښځه یا د پردی کور ده او یا دنری ګور(قبر).
- هلته یوي خواښي خپلی نږور ته ګوت څنډ نه وکړه چی دا ځل د هم لور وزیږوله نو بنه در باندی راولم.
- په هغه بل ولایت کی بیا پولیسو په هغی ښځي باندی جنسی تیرۍ وکړ چی د یوی بلی ډلی ځناورو د تیری له لاسه دنیاو پخاطر پناه ور وړی وه.
اولدی نه ور ایخوا همدی سالون ته په څیرمه سړک باندی یوه ځوانه ښځه سرګردانه تاویدله او د کورنۍ غړو ته د یوي ګولي وچي ډوډۍ پخاطر یی سوال کولو چی امنیتی سرتیری ورته وویل :ای سوالګری! ایخوا ته مه ځه هلته تګ نن منع دۍ. سوالګری ښځي ورته وویل :په څه خاطر؟ سرتیری ورغبرګه کړه : نن دلته د ښځو روځ لمانځل کیږی.
نو ای د هیواد مظلومی ښځي ته خو روځ نلری،دغه روځي چی ته یی لری دا خو روځي ندی،نو ستا د هغه روځ مبارکه وی چی نه یی لری. پدی هیله چی هغه روځ راشی چی ته د علم په زیور پسوللی،د خپل اختیار خاونده او په هغه درنښت یاده شی چی ستا وړ دۍ.