په اندونیزیا کې څارنوالانو د محکمې څخه په دغه هیواد کې د کډوالو یو لوی قاچاق کوونکي ته د ۹ کلنو بند او (۳۷۰۰۰) ډالرو نغدي جریمې غوښتنه کړې ده.

ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۵م کال کې د استرالیا د سمندري ځواکونو لخوا د دغه هیواد په سمندري قلمرو کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې ۶۵ غیرقانوني کډوال په کښتۍ کې نیوزیلنډ ته انتقال کړي.

استرالیا یاد شوې کس بیا د توقیف او پلټنو لپاره اندونیزیایي چارواکو ته وسپارلو.

د نوموړي محکمه د مارچ په دویمه نیټه د اندونیزیا د روټي په ټاپو کې دایره شوې وه.

څارنوال الکسندر سیلي په دغه محکمې کې داسې وویل، "ښاغلې لوناپسي د کلنو راهیسې په اندونیزیا کې د کډوالو د قاچاق یو لوی غیرقانوني تجارت لري. نوموړی اوس هیڅ کومه بهانه یا عذر د خپلو کړنو د دفاع لپاره نلري، نو باید د خپلو غیرقانوني عمالو مسولیت قبول کړي او د قانون سره سم یې جزا ترلاسه کړي."

د راپورونو په اساس د ابرهم لوناپسي دفاعیه به راتلونکې اوونۍ د نوموړي د وکیل لخوا پیل شي، چې تر هغه وروسته به محکمه خپله آخیري پریکړه هم اعلان کړي.