نن په یوه غونډه کې احمد ضیاء مسعود په ډاګه و ویل، چې د شمالي ولایتونو جګړه طالبان او داعش نه کوي، بلکې دا د جمعیت او جنبش ګوندونو له خوا دي.  

احمد ضیاء مسعود چې په لومړي سر کې د ولسمشر محمد اشرف غني ټینګ پلوی او د ښې حکومتولۍ په برخه کې خاص استازی و، هغه وخت خیر او خیرت و، هم حکومت ښه و او هم ولسمشر اشرف غني ښه سړی و، مګر کله چې له دندې څخه لرې سو، هرڅه سرچپه سول. 

زه چې کله اوس د دغه ډول سیاسونو څرګندونې وینم، چې یو وخت د دې هېواد د ولسمشر د مرستیال په توګه یې دنده اجرا کوله، ډېر تعجب سم، چې یا خدایه! د دې وطن سرنوشت د څومره قدرت طلبه خلکو په لاس کې و. دوی خو ملي ارمانونه او ملي ګټې او هرڅه تر پښو لاندې کړل. زه پر ټول جمعیت هم بحث نه کوم. جمعیت یو ګوند دی. ښه او صالح خلک به هم په کې وي. خو شخصا د احمد ضیاء نننۍ څرګندونې حکومت او ولسمشر اشرف غني ته مخامخ نه وې؛ بلکې دغه د زهرو ډکې څرګندونې یې د افغان ملت په وړاندې وې.  

دا په دې معنی ده، چې په شمال کې زمونږ کوم سرتیري شهیدان سوي د دي، د دې مسوولیت په خپله د همده په غاړه دی. بیا د قدرت لپاره دومره زهرجنې څرګندونې؟ ولې ولسي سیاست نه کوي؟ د ټاکنو او ولسواکۍ په زور دې ځان واک ته ورسوي. زه احمد ضیاء مسعود ته وایم، چې ستا دغه ډول څرګندونې د شهید احمد شاه مسعود په حق کې هم لوی ظلم دی. هغه خو افغان شموله سیاست کاوه. دغه ډول سپین سترګي او ملي ضد څرګندونې ملت هم نه سي زغملی. بس دی، تر څو پورې واک؟ څومره لوړ پوړه ودانۍ او څورمه محلونه؟  

نور خو دا وطن هم جوړولو او اصلاحاتو ته اړتیا لري. د دې بېچاره ملت له حاله که په رښتیا خبر وئ، دا ډول د نفرت او کرکجنې څرګندونې به یې نه کولای. مونږ خو اوس ورځ په ورځ پوهیږو، چې دا پنځلس کاله مونږ د ښه حکومت خاوندان نه سوو، ورځ تر بلې مو جګړه ډېرېدله، فساد او بې عدالتي اوج ته ورسېدله، دا خو ټول د دغو کسانو قصور و، چې په واک پسې یې سترګې سرې وې او د ملت په ارمانونو یې لوبې کولې.  

زه یوه خبره په زغرده کوم، چې ستا دا خبرې یوازې لاپې دي. که په تا کې دومره زور وئ، چې په شمال کې دې جګړه جوړولای سوئ، نو تا خو به ولا په یوه ورځ ټول افغانستان ته سقوط ورکړی وئ. ملت پوهېدلی دی. زمونږ تاجک، ازبک، هزاره، پشیي، نورستاني، پښتون او بلوچ وروڼه ټول کاذب او د واک لېوني اشخاص وپېژندل.  

دا ملت ټول د سولې او امن نارې وهي. ښه حکومتولي غواړي. عدالت غواړي او ملي وحدت د افغانستان د ټولو قومونو لوی ارمان دی. زه نه پوهېږم، حکومت هم په دومره ملي مسایلو کې بیا هم حوصله کوي؟ پدرام په بدخشان کې وايي، چې زه افغانستان نه منم او دا خراسان دی. که داسې ونه سي، نو غره ته به وخېژم. ولې حکومت اجازه نه ورکوي، چې پدرام غره ته وخیژي؟ غره ته خو طالب او داعش هم ختلی دی، دی دې هم د ۲۱ توریستي ډلو په منځ کې یوه ډله سي. 

زمونږ قهرمان امنیتي سرتیري د ټولو په واړندې د پولاد په شان جګړه کوي. د افغانستان د نوم، عزت او بیرغ لپاره قرباني ورکوي. زه په ډاډ سره وایم، چې ولا که یا څوک غره ته وخيژي او یا تر دې نورو جنګي ډلو د دې وطن لپاره سر خوږی سي. دا لاپې او هوايي خبرې ټول ملت درک کړي دي. په دغه حوصله او فکر باندې د افغانستان سیاست کول د دغو سیاسونو لپاره د شرم خبره ده.  

په پای کې یوه خبره کوم. که هر قوم پښتون، تاجک هزاره او یا بل د دې هېواد ملي ګټې تخریبوي، په واړندې یې باید قاطع دريځ اعلان سي. نور دا ملت د دې ډول مسوولینو او سیاسونو څخه نفرت کوي، چې سترګې یې سرې وي او یوازې واک ورته مهم وي.  

ملت ته هم په کار ده، چې د دغه ډول څرګندونو په وړاندې باید بې دريځه پاتې نه سي. دا نظام خو یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني نه دی. دا نظام خو د ملت دی. پر افرادو او اشخاصو دې نیوکې وکړي، د اصلاحاتو لپاره دې سالم نقد هم وکړي، خو د ملي ګټو تخریب کوونکي د ملت تخریب کوونکي دي. 

 

په درنښت!