دا دی د اوربند شېبې او اختر به هم راشي، حکومت به پر طالب ټس لا نه کوي، د هغه د سر او مال د خوندي توب لپاره به چې څومره یې په وس کې وي، درېغ نه کړي؛ خو که طالب یا کوم بل وسله وال د عامو افغانانو په اختریزو شېبو لا تېری وکړي، ژامې به یې ور ماتې کړي، د همدې لپاره باید حکومت یادګاري چلند غوره کړي.
هغه شېبې رانېږدې کېدونکې دي، کوم ته چې افغان ولس او حکومت تر اختر او روژې مبارکې لا ډېر تږي، ارمانجن او لېوال دی؛ خو څه کول پکار دي چې دغه اوربند دوام دار او تل پاتې شي؟
د سیاست په اړه دغه مفکوره چې درواغ پکې جایز ثابتېدلای شي او یا دا چې په ډېرو ژمنو لا وفا نه کېږي؛ خو بیا هم افغان حکومت تر ډېره له دغه فکري نا انډولۍ لرې پاتې شوی، د سولې په اړه یې دریځ هر کله په حقیقتونو او سپېڅلتیاوو درېدلی دی. لکه څنګه چې اوس دغې خوښۍ بښوونکو شېبو ته د زړه له تله هر کلی کوي، همدا ډول یې د سولې او ثبات، له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډيتوب او په ملګرتیا کې د وفا کولو او په ژمنه د درېدلو لپاره یې صادقانه هلې ځلې کړې دي.
د مخکني ولسمشر کرزي په دوره کې که هر ډول سیاست پر مخ وړل کېده؛ خو د سولې لپاره یې هلې ځلې د ستایلو دي، که څه هم نیمګړتیاوې په هغه وخت او اوس وخت کې هم وجود لري.
په کراتو د پخوانیو ولسمشرانو له خوا د سولې او ثبات هڅې که له ګاونډیانو، له حزبونو او جنګي ډلو سره وې، د ولسونو د ژوند د خوندیتوب په خاطر پاکې او په ایماندارۍ ولاړې وې.
دا ځل دغه کړه د لېونۍ مینې له امله رامنځته کېږي، ښه بېلګه یې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له ګوند سره د سولې کول وو چې ولسمشر غني د خپلې بې کچې مینې له امله ټول خنډونه او مخالف جهتونه دفع او د سولې کولو چاره یې په خپل لاس کې واخیسته او هغه ده سوله یې هم ورسره وکړه.
د سولې بین الافغاني کېدل او چارې یې د افغان حکومت په مشرۍ پیلول هغه څه دي چې د افغان سولې او ثبات لپاره د پاکۍ او سپېځلتیا احساسات څرګندوي. ولسمشر غني هغه ډول چې له یو حکومت څخه په جنګي او جګړیز حالت کې تمه کېده، له یو نیم ځای سختدریځي پرته، پاتې هر ځل یې د افغان طالبانو لپاره نرمښت غوره کړی، د دې لپاره چې د یو هېواد د مشر په توګه یې د جګړې په دواړو لورو کې وژل کېدونکي او ټپي کېدونکي خپل بچیان او خپل هېوادوال بلل.
د اختر دغه له خوښیو ډکې شېبې یې پر افغان طالب هم بدې ونه لورېدې، اسلامي ارشاداتو ته په درناوۍ، د ولسونو د ارمان د پوره کېدا او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې د غاښ ماتوونکي ځواب په خاطر یې اوربند اعلان کړ او انشاء الله په دې اړه به خپل صداقت د عمل په ډګر کې څرګند کړي.
ولسونو خو لا وار د مخه دومره د خوښۍ احساسات څرګند کړل چې د افغان جګړې په تاریخ کې کمساري ول، په خواله رسنیو کې د طالبانو استازي خوښ او خوشبین ول چې له جګړې لاس په سر کېږي او د ولسونو په څنګ کې ودرېږي. احساساتو ته یې په کتو ښايي د تل لپاره جګړه پرېږدي.
اوس پکار دا ده چې حکومت، دردېدلي ولسونه او نور ټول هېوادوال د عقدې او بدل اخیستنې پر ځای هغوی ته غاړه غړۍ ور شي، هغوی خپل وګڼي او دومره مینه ور کړي چې د رسول اکرم ص زمانه یې ذهن ته راشي او زړونه یې په خپله او بې اختیاره د رب ج دربار ته په استغفارو سر شي او له وژنو توبګار شي.
د رسو الله ص په زمانه کې به چې کله غازي اصحابوکرامو خپل مخالفین، آن کفار او مشرکین اسیران راوستل او هغه څوک چې د اسلام د سترو شخصیتونو لپاره به یې د زیان رسولو کوښښ کړی و، د کایناتو د رحمت ستر شخصیت ص به داسې رویه او سلوک ور سره غوره کړل، مسلمانانو به دا ډول په زړه پورې او نېک اخلاق ورسره وکارول چې هغوی به نه یوازې دا چې له جګړو او د دوی له مخالفته به یې لاس واخیست، زړونه به یې د ایمان په رڼا روښان شول او د انسانیت ژوند به یې غوره کړ.
دواړه لوري، پرېږدۍ چې طالب ښار او حکومتي مامور یا سرباز کلي ته ولاړ شي، هغه شېبې چې دوی به یې لري او کومې دعاویې چې به پکې سر کېږي، د دنیا او اخرت لپاره به قبلېدونکې او بې حسابه سرمایه وي. په یاد ولرئ چې دواړه لوري د اوربند دوام ته خوښېږئ؛ خو له دې بهانې او چانس نه استفاده وکړئ!.
د سولې او دوامدار اوربند په هیله