په افغانستان کې د نوې جګړې څرکونه
- له سپوږمۍ راډیوڅخه په مننه
په کابل او واشنګټن دواړو کې هڅه کیږي چې په افغانستان کې جګړه وغځیږي. په کابل کې کله کله لوړ پوړي چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر نېټه دې له سره غور وشي. دغه راز اوس له امریکا نه هم داسې پیغامونه ورکول کیږي چې دوی پر دغه نېټه له سره غور کوي. د امريکا دفاع وزارت ته کانديد وزير وايي، چې که د افغانستان امنيتي حالت خراب شي، نو دوى به له افغانستانه د بشپړ وتلو پر پلان له سره کتنه وکړي. کارټر د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په پلان کې د بدلون اراده لري، لیکلي: ((هو، که چېرې د ٢٠١٦ زېږديز کال د پاى پر مهال د افغانستان امنيتي حالت خراب شي، نو په پلان کې بدلون راتلى شي.))
له وړاندې ویل شوي چې افغانستان سختې ورځې په مخ کې لري. د افغانستان خلکو ته بیا بیا ویل شوي چې ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونه به خونړي وي. اوس چې د داعش د را پیدا کېدو لپاره هم پراخ تبلیغات کیږي، نو دا ټول داسې څرکونه دي چې افغانستان به د امریکا د پلان له مخې څو کلونه نور هم د جګړې ډګر وي. له همدې امله د خونړيو کلونو، داعش او ترهګرو خبرې کیږي او خطر تر هغه ډېر زیات ښودل کیږي چې دی.
هو؛ یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې د جګړې ډول توپير کوي، نور به په جګړه کې مخامخ امریکايي ځواکونه ښکېل نه وي. دوی به په اډو کې وي. راتلونکې جګړه د بې پیلوټه الوتکو، سې ای اې، نا مسوولو وسله والو، امنیتي کمپنیو او پټو او ښکاره لاسپوڅو جګړه ده. خو د جګړې اصلي محرک بیا هم هغه ځواک دی چې ۱۳ کاله یې د خپلو موخو لپاره تور سپین او سپین تور کړل او موږ یې د خپلو ګټو لپاره په بل شوي اور کې وسوځولو. کله چې د جګړې د نظامي لګښتونو د پټولو خبره کیږي، موخه یې همدا ده چې دا پیسې که په افغانستان کې را ټوکېدونکي داعش ته ورځي او یا پرې لګول کیږي او یا هم نا مسوولو وسله الو، استخباراتي کړیو او امنیتي کمپنیو ته ورځي، باید ټول په پټه وشي. د امریکايي پوځیانو لپاره به جګړه ختمه شوې وي، خو موږ به د جګړې یو بل خونړي او چټل فصل ته داخل شوي وو.
ددې پر ځای چې د جګړې اصلي انګېزې له منځه یووړل شي، د جګړې انګیزې پیاوړې کیږي او ان نوې انګېزې جوړیږي. په واشنګټن کې اصلي او په کابل کې سیوری تګلاره داسې ده چې وسله والو ته باید د وسلې اېښودلو پر ځای د وسلې ګرځولو انګېزه ورکړل شي. له همدې امله ان سولې او پخلاینې ته د را بللو هڅې له دښمنۍ، نفرت او د جګړې له انګېزې ډکې دي. دا ټول هغه څه دي چې ښيي موږ یوې بلې جګړې ته ور ټېل وهل کیږو. خو اصلي خبره بیا هم دا ده چې اوس هر افغان ته په کار ده چې سترګې پرانیزي او وګوري چې په چاودنو، ځانمرګو، نښتو او بمباریو کې یوازې خپل ورور وژني او نور باید دغه ظلم ودریږي.