(میوندې ملا له)
زموږ دهېواد د مشهور انځور ګر ښاغلي مرتضی پردیس اثر
دا تابلو په ۱۹۸۸ ز کال کې د کابل پوهنتون په یو دایرشوي نندارتون
کې نندارې ته ایښودل شوې وه چې هم هلته په لس لکه افغانۍ وپلورل شوه او اوس د نیو زرلینډ هېواد په یوه ګالريي کې د نندارې لپاره ایښودل شوې ده .
ویاړ دې وي زموږ د هېوادپه ملي روحیه سمبال انځورګرانو چې ددوی د هنر زیږوونکو ذهنونو په وسیله زموږ د هېواد د تاریخ یوه ښکې اوزرینه پا ڼه دنړۍ په یو لیرې هېواد کې د ویاړونو کیسې کوي .
لیکونکې پروین ملال