ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ یو ځل بیا پاکستان ته په سفر ولاړ، ویل شوي اسلام اباد ته د اتمر دغه سفر یواځې د سولې او پیوستون د عمل پلان پلي کولو څرنګوالي کې باید د عمل پلان ټولې مادې یو له بل سره تړلې وګڼل شي او داسې نه چې پاکستانیان په هغو کې ځینې مادې له خپلې خوښې سره تعبیر او ټینګار پرې وکړي او له نورو هغو اوږه خالي کړي په تېره ۳ ماده چې وایي: «دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو له پاره نه کارېږي.»د پوځ له لوري په یوې خپرې شوي اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه پلاوي ته وویل چې «موږ باید پیل په دې باور سره وکړو چې نه له یو او بل څخه د یوه انچ خاورې د غوښتلو هیله لرو او هیچا ته به د یو او بل پر وړاندې د خپلې خاورې د استعمالیدو اجازه نه ورکووافغانستان دریځ ته وکتل شي، پاکستان به په یوه نه یوه برخه کې افغان لوري ته قناعت ورکوي، که نه نړیوال فشار به لا زیات شي او افغان حکومت ته به د پاکستان د دوه مخۍ یو بل سند هم په لاس ورشي.له پاکستانیانو په کلکه وغوښتل شي چې د کوټې شورا، د حقاني شبکې، د پېښور شورا او دې ورته د نورو ترهګرو ډلو شوراګانو مشران افغان چارواکو ته وسپارﺉ. په دغه ځای کې د پاکستانیانو رښتینولي مالومېږي. زه باور لرم چې پاکستانیان به دا ماده هم د خپلې هغې ادعا له پاره وکاروي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی نو ځکه خو زه وایم چې کله هم پاکستانیانو ته د دغه ډول بې مانا ادعاوو چانس ورنه کړل شي.افغان پلاوی باید په دې لیدنو کې هم داسې دریځ خپل کړي چې پاکستانیان له هغو تبلیغاتي ګټنه ونه شي کړی او دا لیدنې پر پاکستان د امریکې فشار په کمولو کې اغیز ونه لري سره له دې هم داسې وشي پاکستانیان به دغه حالت د قبایلي سیمو حقوقي حالت بدلولو پرېکړې په اړه د افغان چارواکو هوکړه تعبیر کړي نو ځکه خو په کار داده چې په زغرده پاکستاني چارواکو ته وویل شي چې په ښکاره یې له پخوانیو منل شویو دوه اړخیزه ارونو سرغړونه کړې ځکه هغوی حق نه لري چې په خپل سر او یو اړخیزه توګه د افغانستان له سلامشورې پرته د قبایلي سیمو په اړه پرېکړه وکړي.په سیمه کې چین او روسیه د پاکستان د اتکا ادرسونه دي او له پاکستان سره ددې دواړو قدرتونو مرسته په سیاسي لحاظ کومه مرسته ځکه نشي کولای چې له دې هېواد سره د چین او روسیې همکاري له امریکا سره د سیالۍ تر بریده ده، ښایي دا سیاستونه ډېر ژر بدل شي. د اتمر دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر خاقان عباسي د رسمي بلنې لمخې تر سره شو، چې موخه یې د افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان پر عملي لارو چارو د لوړې کچې خبرې دي. پوښتنه دا ده چې افغان لوری به له پاکستان سره له کوم دریځه وړاندې ځي؟ ایا د پاکستان په اړه د کابل وروستی دریځ بدل شوی؟ نه، داسې ښکاري چې کابل د پاکستان په اړه د ولسمشر غني زړه تګلاره پرمخ وړي او پاکستان به هڅه کوي چې افغان لوري ته وعدې ورکړي، خو ستونزه دا ده چې د پاکستان ملکي سیاست خپلواک نه دی او د پوځ ستراتیژي معمولاً دومره ژر نه بدلېږي.او کابل هم خورا ښه دریځ خپل کړی چې هر ځل یې له پاکستان سره د یوه ځواکمن لوري په توګه معامله کړې.پخوا پوځ په ښکاره ډېر ځان نه ښکېلاوه خو اوس بیا دا خبره ډانګ پېیلې کوي. د بېلګې په توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو نه خپرېدو امر پاکستاني رسنیو ته پوځ کړی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د هغوی غوښتنو اوریدو له پاره هم د پوځ پلاوی ورغلی و، د پوځ ویاند ویلي و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ تر ډېره له افغانستانه شوی دی، د پوځ مشر قمر باجوه ویلي چې غیرموجه پرلتونو ته به اجازه ورنه کړي چې نغوته یې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته وه. له دې ټولو داسې ښکاري چې اوسنی تش په نوم ملکي حکومت هسې شپږمه ګوته ده.په دې لیدنه کې بله مهمه خبره داده چې پاکستانیان پردې و پوهوي چې که په افغانستان کې د اور پر لمبو نور هم تیل پاشي او خپلو لاسوهنو او د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي موږ هم داسې لارې چارې لرو چې تاسې پرې پرځای کینولی شو. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل په هغه پلان خبرې کړي چې دواړو هېوادونو مخکې موافقه پرې کړې ده
له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان مهم موارد دي.