لومړی خود طالب ډ لې ترنامه لاندې په اصطلاح د امارت اسلامي ډ رامه را پورته شوه ، خو چې کله دغه بد نامې څېرې افغانانو ، سیمې او نړۍ ولید لې ، نو د ( امارت ) له کلمې څخه تېراو په څنګ کې یې د ( خلافت ) ترسر لیک لاندې د بلې ډلې ( داعش) نوم د خلکو ذهنونو ته ورانتقال کړ. داسې ګنګوسی هم روان ؤ چې داعش ډ له د اسرائیلو تولید دئ . څه موده وروسته ورپسې داعش ډ له عراق او ورپسې سوریې ته د هغه هېوادونود توکړې کېدو په موخه ورد ننه کړی شوه .
دې ډلې لومړي پرهغولرغونوتاریخي آثاروغلاکولواو ړنګولولاس پورې کړچې قدامت یې ترسلګونواوزرګونوپېړیوهم ورآخواؤ . بیا یې د هغو زیارتونو لوټول او ړنګول پیل کړل چې پخوا د همدغوغربي استعماري ځواکونو له خوا د عقید ت د پېرزوینې په وړاندې کولو سره هلته دوی خپل غلاکړي مواد او توکي ښخ کړي وو او اوس یې ددې ډلې په لاس را و ایستل او زیارتونه یې د شرک او بت پرستۍ د له مینځه وړو په نامه و نړول . ور سره یې په څنګ کې په جوماتونو او عبادت ځایو نوکې په خلکو کې د وېرې او ترهې اچولو او له عبادت څخه د منع کولو په خاطربمونه والوزول او ګڼې مرګ ژوبلې یې پرې را مینځته کړې . 
داعش ډلې په عراق او سوریه کې پردۍ لوڼې او ښځې په زورله ځان سره خپلو قرارګاه وو ته وېوړې او لومړی یې د هغوی عزت تر پښولاندې کړاو بیا یې په خپلو پوځي لیکو کې په سنګرونو کې برمته له ځانونو سره وساتلې . ور پسې یې عامه خلک ، علماء ، ښځې ، ماشومان ، بوډاګان ، قومي مشران ، ښوونکي ، زده کوونکي اونورپه بمونو والوزول .
اوس چې داعش په عراق اوسوریه کې پرهمدغه ډول غلطوکارونوترسره کولوسره د خاموش اکثریت ملاتړله لاسه ورکړاواشارتي ماتې یې وخوړله اود یا د وهېواد وپه توکړې کېد وکې پاتې راغله ، نومخه یې افغانستان ته کړه.
خوپه افغانستان کې هم په هغوولایتونوکې د بهرنیوڅارګرواداروله خوا تبلیغ ورته کېده ، چېرته چې د استعماري کړیو پټ کانالونه په افغانستان او سیمه کې د خپلو سترا تېژیکو موخو او اوږد مهاله شتون له پاره هلته فعال دي .
همدا مهال د ننګرهارلعلپوره ، د زابل خاک افغان او د ارزګان ، غرنۍ سیمې د داعشي جنګیالیو او د هغوی د مشرانو د کورنیو، اوهمداسې دغزني ، لوګراو میدان وردک طالبان د پپښوراو کوېټې شورا ، او هلمند او کندهارد طالبانو د کوېټې د شورا ، او نیمروزاوفراه د ایران ملاتړوطالبانو، اوهمداسې د خوست ، پکتیا ، بغلان اوکندزاود شمال د نورو ولایتونوطالب جنګیالي د حقاني شبکې ، طاهر یلداش او جمعه یمنګاني ډلو د فعالیت له پاره ټاکل شوي دي .
دغه ډلې ټپلې څوک مخا مخ له دولت سره پرجګړو اخته دي . چا د ځانمرګي بریدونو فعالیت ته دوام ورکړی . جاته په تاجکستان ، کندز، پاکستان او ایران کې د ګاونډیانو له خوا ټرېنېنګونه ورکول کېږي . څوک یې د مخدرو توکو کرکیلې او قاچاق ته اړکړي .
اوس چې ګورو ایران له خپلې او پاکستان له خپلې خوا د افغانستان د خاورې لاندې کولواواوبوخپلولوپه چارو بوخت دئ  اود افغانستان د چارواکو له خولې یې د استخباراتي معلوماتو شریکولود تړون له کبله وار له مخه  تارایستلی او په دې اړه له خپلې خولې سوڼ نه شي ایستلی ، د راکړې ورکړې او سوا ګریزو توکو پرمهال خو چې څه وخت د پاکستان خپله اړتیا وي ، نوچارواکي یې نیم سیاسي تورمنافقانه  مخ ور ښکاره کړي ، د خپل مطلب حل ور باندې وکړي ، او چې وخت د افغانستان د سوداګرو راشي بیا غیررسمي پولې اودروازې ورباندې وتړي . د ا ځکه چې ؛ خود کرده را دارو نیست .  
 داعش ډلې په ننګرهارکې د یوې ورځې ماشوم د خپل پلار په غېږکې ورته سم دوه ټوټې کړ، خلک یې پربمونو والوزول ، د سیمې په لسګونو ځوانې نجونې او واده شوې ښځې يې له ځان سره بوتلې ، یرغمل شوي خلک یې له ځان سره وړي اوتر نن پورې یې برخلیک معلوم نه دي .
بلخوا که چېرته په نړیواله سرمشریزه کې کوم سیاسي بدلون را مینځته شي ، نو افغان چارواکو ته ویل کېږي چې ، ورشۍ ! ژر تر ژره له امریکایي چارواکو سره خپلې اړیکې ټینګې کړۍ ! خو کله چې د هغوی د کمپاین ـ یا کومې غونډې ته د وینا کولو خبره وي ، نو بیا سره له دې چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه پراته دي او په دې هېواد کې تر ټولو اوږده جګړه دوام لري ، خو بیا هم د افغانستان نوم په خوله نه اخیستل کېږي . ولې دایې بیا ترڅنګ ویل کېږي چې ؛ داعش په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې ، ( ۸۰٪ ) سلنه داعشیان کم شوي دي ، دداعش مشرخپلوجنګیالو ته غرو ته د ختلو ویلي ، خو په افغانستان کې بیا وایي چې داعش د افغانستان او پاکستان ترمینځ خپل ځواک ته پراختیا ورکوي او کېدای شي چې خلافت له همدې ځایه پیل شي .  
 دا په داسې حال کې ده چې ؛ داعش پخوا لا ویلي وو چې دوی خلافت جوړکړی او د خراسان له پاره یې په اصطلاح خلیفه ټاکلی دئ . خود سیمه ئیزو او نړیوالواستخباراتي کړیو د نه افشاء کېدو له پاره یې افغان کډوال ، افغان مخالف وسله وال اوقبائلي خلک ترټولو ښې وسیلې ورته غوره کړې دي ، ځکه په کې وژل کېږي به لر او بر پښتون او خپلو موخو او خپلو ګټو ته به په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې نړیوال او ورسره په څنګ کې پنجابي تورمخي معامله ګرسیاستوال رسېږي .   
اوس پوښتنه داده چې داعش ( ګروه تکفیري ) ولې له ننګرهاره پیل وکړ؟ چېرې نه چې دا لوبه د پاکستان د لال مسجد ، ملا فضل الله او د هغه له خسر ملا فقیرمحمد ، ملا بیت الله مسید او خپله د ننګرهارله عادتي او د کونړونو له ملا جمیل الرحمان پلوه خلکو سره تړاوولري . ځکه له یوې خوا ویل کېږي چې زابل او دای چوپان ته خواوشا (300) داعشي کورنۍ را انتقال شوې ، خو افغان حکومت یې بیا په شتون باندې ولې تر اوسه پورې ځان بې خبره اچولی ؤ؟
په ننګرهارکې بیا بله لوبه روانه ده ، اوهغه داسې چې ؛ حاجي ظاهرقدیرله داعش سره د جګړې په پلمه خپلې (۸۰۰ ) ملېشې له حکومت څخه په پوځي او لوژیستیکي لحاظ اکمال او قانوني کړې ، حکومت وایي (۳۵٪ ) سلنه داعشیان موږ له منځه وړي ، د ننګر هار خلک وایي چې : موږ له داعشیانو سخت په تنګ یو ، حکومت دې موږ له دې بلا څخه نور خلاص کړي ، خو غربیان وایي چې ؛ (۸۰٪ ) سلنه دا عشیان په عراق او سوریه کې کم شوي دي .
که چېرته دا ډله کمه شوې وي ، نو دوی چېرې خپله ولاړل او یا بل ځای ته یو وړل شول ؟ که خپله چېرې تللي وي ، نو هغه ځای کوم دئ ؟ او که بل چېرته وړل شوي وي ، هغه ځای او هېواد څه نومېږي ؟ ځکه هغه متل دئ چې وایي : دا مږوی چې په ځمکه کې ټکوهل شي ، خاوره یې چېرته ځي ؟
دا عش خوهم یوه جنایتکاره ډ له ده ، دوی په فزیکي او جسمي لحاظ انسانان دي ، اوبه او نور ویلې کېدونکي عناصر نه دي چې یواځې د خپل مائع او ذوب شوي خاصیت له مخې مخ پرځوړژورو ته ور وبهېږي . بلکي دوی د خبیثه کنسر( سرطان ) ددانې په څېر دي ، چې څنګه د تسلیخ استخاباتي چاړه ور ورسېږي ، داسې وده کوي لکه د اوبو پرسرپطرولوته چې اور واچول شي . 
لومړۍ د حیرانتیا خبره خو داده چې ؛ داعش له عربي خاورې څخه څه ډول ترافغانستان پورې راوړل شو ؟
دوهم ترټولوحیرانوونکې خبره داده چې : فدرالي روسیې د کوم هدف ترلاسه کولوله پاره دداعش اوطالب ترهګریزو ځالوته ځان ورنږدې کړی ؟ په داسې حال کې چې روسیه خو د همدې ځالو له خوا پرته له دم دارو وچیچل شوه . هغه وخت روسان د خپل وجود پرزهرو باندې نه پوهېدل که څه چې اوس یې ترخپل منترلاندې راولي ؟
ولې ماته یوه خبره یاده ده ، هغه دا چې امریکې له فدرالي روسیې سره په سیمه ئیزو او نړیوالو برخو کې ځان نږدې کړی ، خو ددې نږدې کېدو معنا پرته د نیول شویو سیمو له قرباني کېدو بل څه کېدای شي ؟ هغه هم داسې چې روسیې ته به هم د تزاري روسیې اوپه هند کې د برتانوي ښکېلاک په څېرد عائقو سرحدي سیمو څه ونډه په کې ورکړشوې وي ، ځکه روسانو له پاکستان سره د افغان مخالفینو د ملاتړ په خاطرلاس یو کړی .
پخوا چېرې هم داسې نه وو شوي . اوس چې د کلېنټن د ( A , B, C ) پلانونه د نا مساعدو شرائطوله امله شاته و لوېدل ، نو سیمه ئیز او نړیوال تصمیم پر دې ښایي سره را ټول شوی وي چې د امهال د (D) پلان په خپل ګډ توافق سره عملي کړي . او هغه داسې چې : لومړی به د افغانستان او پاکستان تر مینځ په عائقه سیمه کې دداعش د خلافت تر نامه لاندې یوه سیمه د هغوی تر کنټرول لاندې راولې ، بیا به دې سیمې ته تر ممکنه بریده پورې پراختیا ورکړي او سیمه او نړۍ به یې په رسمیت وپېژني . ځکه پخوا له پروېز مشرف څخه هم د سوات ، مېنګورې ، باجوړ، چترال او جمو او کشمیر برخې په کابل کې د ناټو امریکایي قو ماندان غوښتې وې او هغه ته یې اخطار ورکړ چې : که دا کار ونه کړي ډبرین دور ته به یې بوځي . چې له دې اخطار سره سم پروېزمشرف یادو سیمو ته د پینځمې صوبې نیمه خود مختاري اعلان کړه .
خو ناټو هغه مهال د آغاخان چهارم په نوم د بد خشان بزرګ تر نامه لاندې د اسماعیلیه دولت پرجوړېدو کار روان کړی ؤ  ، خو هغه هم مخکې له مخکې افشا او له خنډونو سره مخ شو .
ور پسې ناټو د بلوچستان پروژه پیل کړه ، خوهغه هم پوخوالي ته نه وه رسېدلې ، نو ځکه یې اوس د داعش د خلافت په نامه دغه پروژّه پیل کړه . چین ، پاکستان ، روسان او امریکا ټول په دې پروژه کې ځکه ښکېل دي چې دا سیمه به ددوی په آند ددوی تر مینځ په راتلونکې کې یوه عائقه سیمه شي او د ټولو ګټې به په کې خوندي وي .
همدا لامل دئ چې پاکستان د افغانستان پر مشرقي ولایتونو باندې دستوري توغندیز بریدونه کوي ، ترڅو ځایي خلک فرار او سیمې پرېښودو ته اړکړي . خو دا به یوازې په مشرقي ولایتونو کې هم را لنډه نه شي ، ځکه خو یې حقاني شبکه په وزیرستانونو او لویه پکتیا کې ، او طالبان یې په لوی کندهار، او د ازبک او تا جیک مخالف وسله وال یې په ترکستاناتو کې پټ ځای پرځای کړی ، تمویل کړی او ملاتړ یې کوي .
 اوس یې چې د افغانستان او لراو بر پښتنو ژوندي احساسات ولیدل ، او معامله ګر مشران هم نن سبا له خاموش اکثریت څخه د باووراواعتبارله مخې نورتجرید شوي ، هغوی هم د ؤلسونو له خوښې پرته له چا سره پرې معامله نه شي کولی . امریکایانوامنیتي اوپاکستانیانواستخباراتي تړونونه د همدې توطئیې عملي کولو له پاره پرافغان مجبوردولت باندې ورتحمیل کړل چې هېڅکله به خپل دغه ناولي او شوم آرمان ته پرې ونه رسېږي او نه خو به د لرو پښتنوسیمې د پاکستان پر حکومتي قلمرو پورې وروتړل شي .
که امریکا له پاکستان سره په دې توطئه کې نورهم ځان ورښکېل اوملاتړ یې وکړي ، دا به امریکایانو ته هم د پخواني شوروي اتحاد په بیه تمامه شي . خو که روسان د پاکستان له دې ملاتړه لاس په سر نه شي ، د تل له پاره به ځان د نړۍ له نقشې پرې لیرې کړي .