دیداره!
په دار کوي دې، سنګساروي دې، ته ګناکاریې، تا د شیطاني علم مډالونه اخیستي، ته دمنلو نه یې، ته ستر خطر یې، بل څوک دې نه وژني د خپلې خاورې بچي دې وژني، خپل وروڼه دې وژني همغه دې وژني چې ستا د وطن پر ځمکه لوی شوي، همغه دې وژني چې ستا د وطن له ښکلې سینې د مینې ګلونه ریبي دیداره رانشې ستا ټاټوبی ستا د دیدار لپاره نه دی ستا هغه د ګلونو دیار اوس په سره تبۍ اوښتی.
ستا وطن اوس د توپانونو او زلزلو ټاټوبی دی، ستا د وطن د سهار پسته وږمه اوس په لوخړو او توپانونو بدله شوې، ګوره رانشې چې خړې بړبوکۍ به دې په تورو لوخړو کې ورک کړي.
ستا وطن د خپلو بچیانو له لاسه د ویر او درد سلګۍ وهي، چا ېې په مرۍ پښه ایښې، چا ېې غاړه زندۍ کړې، او چا ېې لاسونه او پښې تړلي، همغه بریتور چې په ویاړ وايي موږ کله خپل وطن پرېږدو، دوی د خپل وطن وینو ته ناست دي.
دیداره! د وطن له لیدو تېر شه په وطن کې د مینې تر ګنا بله لویه ګنا نشته، دلته نفرت موډ او دود ګرځېدلی.
دیداره ته که راشې د وطن په ټپي سینه به په دار شې، را وبه ځړول شې او قاتلان به دې په مرګ د ویاړ مډالونه اخلي او وايي به ملحد و، جاسوس او کافر و.
زه پوهیږم د کلي چنارونه به دې ډېر یادېږي، دسیند په پاکو ابو کې به لمبېدل غواړې، حجرو کې مجلسونه، شنو فصلونو او باغونو کې له دوستانو سره د خوښۍ شېبې، خو دا هر څه اوس په یوه څړیکه بدل شوي داسې څړیکه چې درد یې شته دارو نه.
نو دیداره مه راځه دلته د ژوند په ستوني مرګ خپړې لګولې، دلته ژوند تړلی او زنداني دی.