يـوه ورځ زه لګيا يـــو شعر مې ليکه
زمـــا د مـــړو ارمــانـــو څلو باندې
د تورو پېغلې تلې د شعر ګودر تـــه
د ناهيلۍ منګي پـــر ولـــو بـــاندې
چـــا راتــه وويل چې څه شى ليکې؟
ما وې د اوښکو سپينې زاڼې همېش
زمــــا د خيال او تصـور سيمې تـــه
قــطار قـــطار وي را روانې همېش
يـوه ورځ زه لګيا يــو شعـر مې ليکه
انځورول مې درزېدلـــي زړونـــــه
لکه پښې د زيــارکښ چاودې، چاودې
لکه زمـــونـږ کنډر کنډر کـــورونــه
هغه چې ولـيــده بـــدرنګه تصويـــر
ويل يې دا پرېږده مــوسکا وستايــه
ما وې د شونډو يو سپړدى ګل، خــو
راتـــه را وښيه چې دا وســتـايــــه
يــــوه ورځ زه لګيا يو شعر مې ليکه
پترى کاوه مې مــات کچکول د امېد
موخه مې وه خيــرات د مينې غوښتل
نيوه مې هر چــا تــه غاټول د امېد
هغه چې وليــده زمـــــــا غـوښتنه
ويــل يې وږو نـــه ډوډۍ غــــواړې
چېرتــــه چې خلک مينه نــه پېژني
تـــه لېونى يې لــــه هغوى غواړې
يــــوه ورځ زه لګيا يو شعر مې ليکه
د ګډ په کوږ ښکر مې خوارۍ کـولې
ما وې چې سم شي انسان ژوبل نکړي
ضــرر رسان تـــه مې زارۍ کـــولې
هغه زمــــا هڅې تــــه وخــنـــدلې
ويل يې کاڼي کې غوړي چېرتـه وي
د انسانيت دښمن وحشي حيــوان وي
په کې خويونه د سړي چېرتــــه وي
يـــوه ورځ زه لګيا يـو شعر مې ليکه
مـــا وې چې پڅې شــي چړې د ژبو
زړونه چې ژوبل او زخمي نــه کاندي
شــي اوږدې تــورې لــږ وړې د ژبو
هغه ويل لــــه بـــد اخلاقـه خلکــو
د پتاسې پــــه څېر خبرې غـــواړې
لــــه دې خبـرې معلومېږي، چې ته
له زهــر بوټو نه شکـــرې غــواړې
يــــوه ورځ زه لګيا يو شعر مې ليکه
ناست ومــــه زه د تصور پــه غونډۍ
رايـــاد ؤ وخت چې د نظــر روزي وه
اوبـــه سرې وينې د بــارودو ډوډوۍ
هغه وې پـــرېږده شيرين زويه اشنا
ويــــرنې مــــه ليکه، سنـدرې ليکه
که دا امېد لرې، چې ښه شاعر شې
د ګونګرو شــور د بــــازيګرې ليکه