له زرو کورونو جوړ کلی چی کابو (۳۰) دیرش کیلو متره له ښاره لېری واقع ده خو دیرش چنده تر ښار محروم اوله هرڅه بی خبره دی.
هغه کلی چی په کلو کلو یی شور نه دی کړی او د یوې بدرنګې خاموشۍ په غیږ کې یې پناه اخسیتي ده .هغه کلی چې له درده او زګېروي پرته یې شپه هم نه ده تېره ، له دردونو موړ او له ژړاوو ستړې یوه سیمه چې نور یې هر څه ته له وسه تېره ده.
داسې یو کلی چې زر سره کورونه یې زر زندانونه دي،او هره ورځ پکې د زرو خویندو زر ارمانونه تر پښو لاندې کېږې.
داسې یو کلی چې بچیان یې په یوویشتمه پېړۍ کې لا هم د پرمختګ خلاف، او له تعلیمه محروم دي. تعلیم اوس هم لا د وخت ضایعه بولی او په نه درلودلو سره یې یوه زره هم ځان نیمګړی نه بولي. له مکتب او نورو ښوونیزو ځایونو سره اوس هم خپله دیرش کلنه عقده پالی، او هماغسې لا ورته د یوه اضافی څیز په سترکه ګوری.
یو داسې کلی چې اوس هم لا د زیارتونو خاورې د دې لپاره خوري ګواکې علاج یې ورباندې کېږي ،اوس هم لا تر دوا درملو هماغه خاورو ته ډير ترجیح ورکوی . داسې یو کلی چې اوس هم سیالي پکې په لور او زوی روانه ده او چا چې ښه ډیر زامن لرل د دوي په اند هغه به نو د هغه وخت کامیاب یو څوک یې.
یو داسې کلی چی اوس هم هر جهالت ته د رواج په سترګه ګوری ،او هره سرټمبګۍ او بدرنګۍ د خپل پلار و نیکه پاتیشونی بولي .
دوه زره کوره کلی دی خو دوه متخصص داکتران نلري اوس هم علاج د هدیرې په خاورو او د ملا صایبانو په ځاښتونو کوي.
دوه زره کوره کلی دی خو دوه مسلکي انجینران نلري اوس هم د انجینر له نوم سره نابلد دي د دوي په ګومان چا چې ښه خټه کوله هغه به نو انجینر وي .
په دې ګڼ میشته سیمه کې اوس هم د ګوتو په شمار انسانان لرو چې لیک لوست کولای شي اوس هم لا د ملا صیب په نه شتون ځوک په جومات کې روقعه نشي ویلای د دی کلی مخلوق دومره محروم پاته شوي دي چې اوس هم په ټوله ناوه کې یو لسانسه معلم نه لری په تېرو درېو لسیزو کې یې یوازې
متوسطه مکتب په لیسه بدل نشو کړای .
د کلینک درلودل اوس هم د ځان لپاره سپکاوی بولی، د پلونو او پلچکونو درلودل لا اوس هم کفر دی . د پاخه سرک درلودل اوس هم ورته جالب بریښي حال دا چې له دوي سره په څو کیلو متري کې هر کورته پاخه سرکونه تللي دي.
دا هغه مخلوق دی چې هر څه یې یوازې او یوازې تر واده او کوژدې را محدود کړي دي ، نور هر څه ورته هسې ملنډې بریښي حال دا چې په سلګونو نور داسې مسولیتونه دي چې دوي باید اولیت ورکړی.
دا داسې مخلوق دی چې اوس هم ورته تر لور زوی بهتر ښکاری او تر لور زوی ته اولیت ورکوی. دي مخلوق د محمدی (ص) امت په زیاتولو کې خدای ورکړی وس کړی دی خو په روزلو کې یې ملاغوټه ماته وي
دا بدرنګه مخلوق اوس هم د لور په زیږیدو خفه وي او د زوی په زیږیدو په ورځو ورځو میلې کوي. ټول وخت دې انسانانو له ماشومانو کار اخیستی دی او د هغوي په جوړولو یې یوه لحظه هم فکر نه دی کړی هماغسی یی لا بی جریته ساتلی او ماشوم اوس هم د دې حق نلری چې د دوي په مخ کې خبري وکړي.
همدا وجه ده چې له پرمختګ او هوسا ژوند سره یې لیوالتیا او اړتیا ورځ تر بلی کمېږي، تر ټولو لا بده دا چې د زیړي د ناروغۍ دعلاج لپاره یی سپین پیاز په غاړه کي اچولي وی او د سترګو مرض بیا پرسترګو راځوړنده ستن کوي نو له دغه ډول خلکو به د څه پرمختګ توقع وشي.
نور نو خدای ښه پوهیږي.
د یوه اباد ، هوسا، او سیال هیواد په هیله .