مشعل:  یاسا پاکستان ته د جاسوسی په تور نیول شوی و

 د یاسا ورور د پاکستان په فوځ کی لوړ پوړی فوځي صاحب منصب دی

د افغانستان ورځپاڼی د امتیاز خاوند حسین یاسا وروسته له ۲۸ ساعته قید، خوشی کړای شو.

یاسا د وحدت اسلامی ګوند مشر محقق ته نږدی سړی بلل کیږي او د احمد ضیا مسعود د ملی جبهی یو له مهمو غړو څخه دی.

د ملی امنیت ویاند وایی چی یاسا یی په کابل کی د پاکستان سفارت ته بی اندازی زیات تګ راتګ په خاطر نیولی دی.

د ملی امنیت ویاند مشعل وایی چی د پلټنو پرمهال یاسا منلی چی ورور یی له پاکستانی فوځ سره دنده ترسره کوي او دوه ګونی تابعیت لري.

د ملی امنیت ویاند زیاتوي: د ملی جبهی له هری غونډی څخه د مخه، یاسا په کابل کی د پاکستان سفارت ته ځان رساوه.

هغوی ته یی پټ معلومات ورکول او له هغوی یی حکومونه او فرمایشات اخیستل.

مشعل وایی چی یاسا یی په ضمانت خوشی کړی.

خو محقق یی نه مني او وایی چی د یاسا نیونه، یوه سیاسی او غیر قانونی نیونه ده. حکومت ځکه دغه کار ترسره کړی چی د ملی جبهی له رسوخ څخه په ډار کی دی.

پرون په کنټیننټل کی د ۱۷ سیاسی ډلو ناسته دایره شوی وه، او یاسا هم په کی برخه درلوده.

یاسا له کانټیننټل څخه د وتلو پرمهال نیول شوی و.

دغلام دولت دچارواکو دخندا وړ خبره خو لا دا ده چې  یاد جاسوس یې دشکرې ناروغي په پلمه  خوشی کړی دی .

واه واه دا دی دغلامانو انصاف.

 دا نورپه زرهاوو بېګناه افغانان په زندانونو کې دشکمن په نوم عمر تیروي خو مالومولحال جاسوس بیا دشکرې په پلمه آزاد کړل شي .

دپورتني خبر په اړوند تاند هم په لاندې ډول مالومات ترلاسه کړي دی:

مشعل:

د ملي جبهې نیول شوي غړي منلې چې د پاکستان تابعیت لري

تاند(چهارشنبه/جولای۲۵) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د ملي جبهې یو مشر یې، چې د پاکستان له سفارت سره اړیکې لرلې، له نیولو ۲۷ ساعته وروسته خوشي کړی دی.

 د ملي جبهې دغه غړي او د افغانستان ورځپاڼې مسول مدیر، چې حسین یاسا نومېږي، اعتراف کړی چې د پاکستان تابعیت لري او ورور یې د پاکستان د پوځ یو جګپوړی چارواکی دی.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی لطف الله مشعل نن د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې د غړي حسین یاسا د نیولو د علت په باب وویل چې نوموړي د پاکستان سفارت ته ډېر تګ راتګ کاوه.

ویل کېږي چې ښاغلی یاسا، چې له محقق سره نژدې اړیکې لري، له هغو هزاره ګانو څخه دی چې ډېر کلونه پخوا یې پلرونو د پاکستان تابعیت اخیستی دی.

دا ادعا هم شوې چې محمد محقق په وروستیو کې له پاکستان سره د یاسا د ورور په وسیله، چې د پاکستان د پوځ لوړ رتبه افسر دی، د دغه هیواد له خاصو کړیو سره اړیکې جوړي کړي، د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام اباد ته تللی او د دغه هیواد له صدراعظم او پوځي چارواکو سره یې لیدلي دي.

د ملي امنیت ویندوی لطف الله مشعل وویل چې یاسا د تحقیق په لړ کې په دې اعتراف وکړ چې د پاکستان تابعیت لري او ورور یې د پاکستان د پوځ جګپوړی افسر دی.

ده دا هم وویل چې یاسا به د ملي جبهې د مشرانو له هرې غونډې وروسته د پاکستان سفارت ته تلو، پټ مالومات به یې ورکول او له هغه ځایه به یې اوامر ترلاسه کول.

د مشعل په وینا یاسا په ضمانت خوشي شوی او که اړتیا شوه بیا به ونیول شي.

خو راپورونه وايي چې یاسا وروسته له دې خوشي کړای شو چې د ملي جبهې مشرانو اعتراضونه وکړل او د هغه نیونه یې غیرقانوني وبلله.

محقق وايي چې یاسا د ملي امنیت له لوري په سیاسي دلایلو نیول شوی و. د محقق په وینا ښاغلی یاسا د انتخاباتو د قانون د بدلون په برخه کې زیات فعال و او حکومت ته د سترګو ازغی ښکارېده.

یاسا له نیول کېدو وروسته نه دی حاضر شوی چې د خپلو اعترافونو په اړه رسنیو ته سپیناوی وکړي.

له روهي او تاند ویبپاڼو څخه په مننه