د روژې شـــــــــپږمــــــــــــه تحـــــــــفه

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم شپږمه تحفه ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد ) ؛ مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) . 

 

فرشته د مظلوم مرستندوی وی

یو وخت د رسول الله (ص) په حضور کی یو چا ابوبکر صدیق (رض) ته ښکنځل او پوچ وویل . نبی کریم (ص) او ابوبکر (رض) دواړه پټه خوله وو او هیڅ غبرګون یې نه ښکاره کاوه . خو کله چی هغه سړی چپ سو نو ابوبکر (رض) یې ځواب ووایه . دا مهال رسول الله (ص) وپاڅېد او غوښته یې چی تشریف یوسی چی ابوبکر (رض) یې علت وپوښتی . رسول الله (ص) ورته وفرمایل چی تر کومه وخته چی تا سکوت کړی و او څه دی نه ورته ویل نو ستا پر ځای ملایکی د هغه ځواب وایه لاکن ستا لخوا تر غبرګون ښودلو وروسته ملایکه ولاړه او شیطان راغی . نو ځکه زه هم ولاړ سوم چی روان سم . وروسته یې داسی وفرمایل : درې شیان یقینی او حتمی دي :

لومړی ـ که مظلوم د الله د خوښۍ لپاره ظالم وبخښی نو د مظلوم عزت ډیریږی ؛

دوهم ـ هر څوک که د مال او دولت په خاطر فقر شروع کړی نو تل به همداسی فقیر وی ؛

درېیم ـ هر څوک که د الله د خوښۍ لپاره عطأ او بخشش وکړی نو الله یې پر مال برکت نازلوی .

هو ، اسلام بیا هم پر صبر ، حوصله او تحمل باندی ټینګار کوی نه پر منفی غبرګون ، عکس العمل او ځواب . روژه مبارکه د همدې زغم او حوصلې د ښودلو میاشت ده ، نه د جدل ، ښکنځل او یرغل میاشت . ژوند ډیر لنډ دی او د سترګو په رپ کی درومی . نو ښه به دا وی چی د رسول الله (ص) وصیت او نصیحت له همدې نن څخه عملأ او ارادتأ پیل کړو تر څو بایللې تقوا بیرته وګټو .

 

مخکی له دې چی ناوخته سی

رسول الله (ص) څومره عالی ، منطقي ، عینی او آفاقی لارښوونه کړې ده ، یعنی :

د پنځو فرصتونو څخه د هغوی تر زوال مخکی ګټه واخله :

د خپلی ځوانۍ څخه مخکی له دې چی زوړ سې ؛

د خپلی روغتیا څخه مخکی له دې چی ناروغ سې ؛

د خپلی شتمنۍ څخه مخکی له دې چی غریب سې ؛

د خپل فارغ وخت څخه مخکی له دې چی مصروف سې ؛

د خپل ژوند څخه مخکی له دې چی مړ سې .

هو ، که دغه نبوي ارشادات عملأ پیل کړو نو دومره معنوی او قلبی ګټه به مو کړې وی چی انتها نلری . دا په رښتیا هم د ژوند کولو اصلی راز ، د بریالیتوب اصلی نسخه او د آینده بهترین ضمانت دی . که ځوانان یو ، نو باید پرې نږدو چی ځواني د سترګو په رپ کی راڅخه ضایع سی ؛ که نن جوړ او روغ یو ، باید خپل الهی او دینی پور د ناروغۍ مهال ته پرې نږدو ؛ که نن لږ یا ډیر شتمن یو ، نو باید خپل انسانی مسؤلیتونه د غربت مهال ته پرې نږدو ؛ که نن وخت او فرصت لرو ، نو باید هر څه هغه مهال ته پرې نږدو چی د مصروفیت له امله « د سر ګرولو ته هم خلاص نه یو » ؛ او دا چی همدا نن ژوندي یو ، باید هغه اعمال وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، داسی نه چی هر څه را څخه تیر سی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

دنښترویبلاګ اداره ویاړي، چې دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمدله قېمته لوړې تحفې سر پر سر ورته راروانې او له نورو ټولو ویبپاڼو څخه دمخه په  مینه مینه خپریږي .

نښترویبلاګ هره شپه په داسې وخت دا خوږې تحفې خپروي، چې په افغانستان او شاوخوا مسلمانو هیوادونو کې زموږ خویندې او وروڼه دپسېمي بند اوبس کوي په دې وخت کې هغه کسان چې انترنیت ته لاس رسی لري هغوی دا لوړې اسلامي او انساني تحفې په شوق سره لولي او دسبا روژې ته لاپه اخلاص ملا تړي .

نښتر ته پرله پسې دخوښي لیکونه راځي عزتمن ډاکتر صاحب نثاراحمد صمد ته دوستان دعاوې کوي.

موږ دګڼ شمېر دوستانو له مینځه دیو ګران او باتقوأ ورور عصمت الله ثنا یو لیک په لاندې ډول تاسو ته خپروو تر څو هم تاسو او هم قدرمن او مشر ورور ډاکترصاحب نثاراحمد صمد باوري شي ، چې عظیمې دعاوې یې په برخه دي:

بسمل صیب ! له لینک رالیږلو څخه مو ډیره مننه خدای(ج) د دابختوره روزه  په ټولو مسلمانانو باندې په خیر تیره کړی د ټولوروزه تیانو دې خدای پاک اجرو نه په نصیب کړی .

ستاسورالیږلی لینک مې په  ډير خوند ولوست  ماډیرزیات خوند ورڅخه واخیست خدای(ج) د ډاکتر صاحب نثار احمد صمدته اجرونه ورکړی الله پاک د دنورو داسی لیکنو توفیق ور په برخه کړی ترڅو زموږ په مخ کی دتورو تیارو په وړاندی په ډیوو راته بدلی شی .

اوس به زه هرسهاروختي نښترګورم او دمحترم ډاکترصاحب په لاس لیکلی تحفی به په لوړ احساس لولم .

 که  زحمت نه وی  داسې ګټوری لیکنې که نوری هم په  لاس  درشی ماته یې رالیږه زه به درته دعاوی کوم.

بسمل صیب نور مو په خدای(ج) سپارم بختوره اوبرکتی روزه درته غواړم

د خدای په امان