د افغانستان د تاریخ هره پاڼه کیسه جوړونکې ده، خو د معاصر تاریخ څلور لسیزې یې ډېرې د حیرانتیا وړ دي، دې کلونو کې هېواد د توطیو او جګړو په دایمي اډې واوښت. 

څلوېښت کاله مخکې د هېواد لومړنی ولسمشر سردار محمد داوود خان د ۱۳۵۷ کال د غوایی په اوومه د پخواني شوروي په اشاره د کمونستي رژیم لخوا د خپلې کورنۍ له اولسو غړو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په ډېر بې رحمانه ډول شهید کړای شو او له هماغې ورځې د افغانانو په  ټاټوبي کې د وینو رودونه وبهېدل چې لا نه دي وچ شوي. 

نوي نظام کې د خلکو هېله دا وه چې نور به له جګړو خلاص شي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کلونو پورې پرتلیزه کراري وه خو ژر حالات بدل شول او د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړو زور واخیست، اوس چې د دوه زره اتلسم کال څلور میاشتې پای ته رسېدلي  دي، جګړې تر هر بل وخت خونړۍ شوي، افغان حکومت د نصرت عملیاتو اعلان کړی او طالبانو بیا د خندق عملیاتو، دواړه لوري هڅه کوي چې د مقابل لوري ډېر کسان ووژني او خپلې لاسته راوړنې د مقابل لوري په  وژنو او نیونو کې وویني پوښتنه دا ده چې د وژنو، نیونو او ورانولو دا لړۍ به تر کله دوام ولري؟ 

د جنګېدونکو طالبانو ستره برخه افغانان دي، هغوي هم حق لري چې دې هېواد کې با عزت ژوند وکړي، اما باید خپلو پرېکړو کې دقیق ووسي، د فبروري په اته ویشتمه د کابل پروسې دوهمې ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته ډېر حېرانونکې وړاندیزونه وکړل، هغوي ته یې وویل چې د سولې خبرو ته کیني، په دې لار کې هیڅ شرط نه لري، د مشرانو نومونه به یې د نړیوالو له تورو لیستونو ووځي، په افغان پاسپورتونو به نړۍ ته آزاد سفرونه ولري، د سیاسي نظام یوه برخه به شي، کابل او د نړۍ هر ځای کې مخامخ خبرو ته کیناستلی شي او له ټولو مهمه دا چې د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت پېژندل کیږي، طالبان ولې دا وړاندېزونه بابېزه بولي. په سنګر کې ناست طالب او په سنګر کې ناست پوځي خو هم د چا زوی او پلار دی، هغه خو هم د همدې خاورې بچی دی، ولې په یوه او بل نوم وژل کیږي، آیا د هغوي وژنې ته څرګند دلیل راوړی شو. آیا دا ښه خبره ده چې د یوه ولایت لپاره دې مرستیال والي په بازار کې په ډزو ووژل شي، آیا دا منطقي خبره ده چې په کور کې وېده خلک دې له چاپې سره مخامخ شي. 

د دواړو لورو دې جګړه کې یواځې افغانان زیان کوي، هر کله چې د اوبو د مدیریت خبره شوې، ایران او پاکستان ته ګوره چې څه ناکردې یې نه دي کړي، په کونړ د توغندیزو بریدونو یو دلیل دا دی چې پاکستان کونړ سیند ته اوږد لاس ولري، په فراه کې د جګړو پراختیا د دې لپاره  ده چې ایران بخش آباد بند ته خنډ شي  نو ولې د پردي ټوپک په خپله اوږه کېږدو او د نورو ګټو ته وجنګیږو. د افغان دولت د بودجې ستره برخه همدا جنګي ماشین خوري، که جګړه نه وي، یوه کال کې افغانستان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د سیالیو جوګه کیدای شي. 

په طالبانو د ټول ولس غږ دا دی چې نور خپله خاوره مه ورانوئ، نور مه پریږدئ چې ډېر پلرونه ووژل شي او ډېرې ښځې سرتورې شي. یتیم ماشومان نور بس دي او هیڅوک نور نه غواړي چې کونډې او رنډې له دې نورې زیاتې شي. زمونږ هېواد اوس سولې ته تږی دی، عام ولس ښارونو کې را ایثارول او د نورو لپاره جګړه طالبانو ته د ویاړ خبره نه ده، د ویاړ خبره دا ده چې جګړه ودروو، که جګړه بنده شي، د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام ته هم اړتیا نشته، که د خپلو خلکو او پانګوالو امنیت خوندي کړو، د طالبانو د مهال امنیت راولو، هېواد ژر له وارداتي حالته وځي او په هره برخه کې صادراتي کیدای شي او که داسې ونه شول، نو هیڅ هم نه کیږي، جګړې به وي، وینې توییدنې به وي، یو لوری به هم بل لوری له منځه نه شي وړی او دې منځ کې به اصلي قرباني خلک وي. 

طالبان دې د سولې له دې تاریخي وړاندیز څخه سمه ګټه پورته کړي، که یې د خندق تر نوم لاندې عملیاتو کې خلک ځورول کیږي، هیڅ هم په لاس نه ورځي، یواځینۍ لاسته راوړنه به یې دا وي چې د کونډو، رنډو، یتیمو ماشومانو، معلولو او بیوزلو افغانانو لیکې به لا نورې اوږدې او پراخې شي، د یوه وېښ ضمیر او افغان هیله دا نه ده، مونږ باید په خپل اصلي هدف چې فکري او ذهني بیا رغاونه ده، تمرکز وکړو، تشدد او تاوتریخوالی پرېږدو، نړیوالو ته نور دا ثابته کړو چې د باچاخان د لارې پلویان یو، په عدم تشدد باور لرو او د نورو لپاره ترهګر نه روزو نه ترهګر یو او نه هم نړیوالو ته ګواښ، بلکې دې یوویشتمه پیړۍ کې له نورو سره د سوله ییز ژوند حق لرو، غواړو چې هېواد مو امن وي، هر وګړی مو له هر ځایه هر ځای ته له وېرې او ډار پرته سفر وکړای شي. بس همدومره  تمه لرو، او دا تمه دې یوویشتمه پیړۍ کې ډېر ژر عملي کیدای شي خو شرط یې دا دی چې خپلو کې یو موټی شو او نور د نورو په لمسون خپل، ښار، کلی او کور ونه سوځوو. 

پای