تیره ورځ دافغانستان دملي امنیت شورا سلاکار چې دچین هېواد په سفر بوخت وو دیاد هېواد له چارواکو سره دافغانستان دسولي او ثبات په اړه بحثونه درلودل چې په دي بحثونو کې چین دافغانستان سره دثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره په مختلفو برخو کې ژمنې کړې دي او ویلې یې دي چې دوۍ یو با ثباته افغانستان غواړي او ددي ترڅنګ غواړي چې دا ګاونډي هېواد یې په خپلو پښو ولاړ اوسي ، داچې چین ولي دافغانستان او سیمې ثبات لپاره لیواله دی غواړم دلته پري بحث وکړم.
چين یو دنړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې په ورستیو کلونو کې یې په نړیواله او سیمه ایزه کچه باندی پراخ اقتصادی جال خپور کړی دی او خپل تولیدات یې دجهان بازارونو ته رسولي دي ددي ترڅنګ چینایانو په نړۍ کې پراخه پانګونه کړې ده چې ان تر امریکا پوري رسیږي خو هغه څه چې چین باید دخپلو ګاونډیو او سیمه ایزو هېوادونو کې ترسره کړي بدبختانه هلته تر اوسه پوري دوۍ بریالي شوي نه دي او نه هم هغومره چې چینایاینو ته په دي سیمه کې دپانګونې په برخه زمینه برابره ده دوۍ پانګونه نه ده کړې ځکه افغانستان کې د انرژۍ او معدن برخه کې پراخه زمینه برابره ده چې چین پانګونه وکړې که څه هم په افغانستان کې دوۍ په دوه لویو پروژو کې دپانګونې لپاره مقدماتي کارونه ترسره کړي دي خو تر اوسه یې نتیجه صفر ده ترڅنګ یې په مرکزي اسیا کې پراخه زمینه برابره ده چې چین د انرژۍ په برخه کې په پانګونې سره خپله انرژي تامین کړې او دلته هم خپلو کمپنیو ته کاري فرصتونه برابر کړې خو دوۍ په دي نه دي توانیدلي همدارنګه چین هڅه کوې په جنوبي اسیا هېوادونو کې دپراخ انساني مارکیټ څخه برخمن شي او هغه نیټ ورکونه رامنځ ته کړې کوم چې دسیمې د اقتصادي تغیر لپاره دوۍ په پام کې نیولي دي .
نو دا چې چین په ورستیو کې دي مسایلو ته په کتو او یادو موخو ته په کتو سره یو لړ اقدامات هم وکړل لکه د بریکس فورم رامنځ ته کول ، د اسیا پراختیایې زیربینایې بانک رامنځ ته کول چې موخه یې اقتصادي پروژوي ، زیربینایې پروژي او د چاپيریال ساتنې ترڅنګ نور مسایل دي ، د ابریشم لارې دکوریدور دجوړیدو قراردادونه رامنځ ته کولو ترڅنګ په پاکستان کې د سیپک کوریدور رامنځ ته کول هم شامل دي خو هغسي چې دوۍ باید لاسته راوړنې درلودلي نه یې لري او چین هڅه کوې چې دا ټول مسایل باید بریا ته ورسوي او په سیمه کې باید خپلې هڅي تیزي کړې ترڅو دا ښه چانس په اقتصادي برخه کې دوۍ له لاسه ورنکړې ، خو دي هڅو سره سره بیا هم هغسي نتیجه چې باید ورکړي یې وی ورکړي یې نه ده او علت یې په سیمه او په ځانګړې ډول په افغانستان کې تروریزم او نا امنې ده او دا د دي لامل شوي ده ترڅو د چین دا پراخې هڅې له ستونزو سره مخ شي ځکه همدا اوس په لوګر ولایت کې کې دمس عینک معدن چې چین یې داستخراج قرارداد کړی دی له ستونزو سره مخ دی همدارنګه که چین غواړي راتلونکې په سیمه کط پانګونه وکړې نو ښکاره خبره ده چې افغانستان کې باید سوله او ثبات وي ځکه افغانستان دسیمې دوصل ټکی دی او کله چې دا ټکی بي ثباته وی نو چین زړه نه ښه کوې چې په سیمه کې پانګونه وکړي او نه هم خپلې پیسي او وګړي په خطر کې واچوي همدارنګه د تروریزم او افراطیت له امله د چین دسیفک پروژه په پاکستان کې له ګواښ سره مخ ده او چین زړه نه ښه کوې چې په پاکستان کې سیاسي بي ثباتۍ له امله هلته پانګونه وکړي نو دا یې بل ښکاره ثبتوت دی چې دچین ګټې ګواښې ځکه پانګونه ثبات ته اړتیا لري او همدارنګه امنیت ته ځکه اوس دا دواړه نشته دی په سیمه کې .
نو یادو ټکو ته په کتو سره ویلې شو چې چین اوس ډیر لیواله دی چې دا مسایلو کې کار وکړي او حل یې کړي که یې حل نه کړي نو دچین راتلونکې دپانګونې مسایل ټول له ګواښ سره مخ دي او نشي کولې چې پانګونه وکړې نو باید چې دا مسایل حل کړي او په دی برخه کې دخپل اثر رسوخ څخه کار واخلې .