لمر راوخوت نوی هیلی د صبا یی راوړی
دا صبا او دغه هیلی درنه تیری نه شی!
نن دی تیریږی صبا نوی ورځ د کار به لری
بچیه ته به لوی معمار د خپلی خاوری جوړ شی
نو! هله پاڅه د ښوونځي دی چی ناوخته نشی
هله هله چی استاد به دی اوس لاری څاری
هغه بابا ښوونځي ته هم، سهار وختی رادرومی
د ښوونځي ور به اوس د ستا د راتلو لاری څاری
ستا کتابونه ، ستا قلم او کتابچه دی ګرانه
ستا د نازکی او معصومی څیری داسی تږي
لکه چی تا سره یی زړونه وی تړلی او ټول ژوند تړلی
نو! هله زر شه په ما ګرانه او خواږه بچیه
ځان دی تیار کړه چی ښوونځي ته ځو ، استاد ته ورځو
ته د صبا ورځی استاذ یی او رهبر به ته یی
ته میرویس خان یی احمدشاه یی ، غزنوی به ته یی
بله ډیوه یی ددی خاوری او رڼا به ته یی
زیار درته وایی چی زیار اوباسه خولی دی توی کړه
زه به بیا نه یم ، ته به یی او لوی کامران به ته یی
پورتنی نظم می د ګرانی لورکۍ په غوښتنه لیکلی دی (2018-04-18) خوست
17.04.2018
- ياقوت خان شينواري
په پاکستان کې د پوځ لخواه په رسنيو د پشتون تحفظ مومينټ د خبرونو د خپرولو بنديز لږېدلی دي. د رسنيو مالکانو د پوځ او د عدلې لخواه لږېدلی بنديز باندې خواشينی ښودلې ده. بل خواه په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومينټ هلې ځلې چې د پاکستان د آئين لاندې پر مخ راونې دي دا په کاميابۍ سره خپل غږ د پاکستان دننه او نړۍ والې ټولنې ته د ټولنيزو رسنيو او د نړۍ والو رسنيو له ليارې رسوي. د منظور پشين په مشرۍ کې دا خوځښت دوه مياشتې وړاندې د ډی آئی خان څخه د بنو،کواټ، پېښور په لار اسلام اباد ته په دې عرض رسېدلي ؤ چې...
18.04.2018
- صادق افغان
پاکستان په خپلو ناسمو پالیسیو خپل ولس له ځانه لرې کړی او هڅه کوي چې په خپل قلمرو کې دننه ولسونه یواځې د پنجاب په ګټو وڅرخوي دوۍ اوس په نړۍ کې د مایوسۍ اخري سرحد ته رسیدلي هڅه کوي چې خپلو دغو پالیسو د پټولو لپاره په سیمه کې نور جنجالونه راپورته کړي څو دخلکو توجه د حکومت او د پاکستان د اسټبلشمنټ په وړاندې پټ کړي او د پښتنو او بلوڅو لپاره په سیمه کې د ایمرجنسي په نوم یو څه راپورته کړي چې له مخې یې دغه میلیوني لاریونونه ګمرنګه کړي اود خپلو سفاکو او ناسمو بشر ضد پالیسیو باندې نور دخپلې بقا له تضمی...