د لمر د زرينو وړانګو ټغر ورو ورو په ټوليدو وو او د مازديګر سيورې خپله لمن شيبه په شيبه غزوله ، ګورم چې کله کوچنی او کوچنۍ د دينې او پښتو ژبې د ليک لوست خونې ته ننوزي او څيرو کې يې د زده کړو سره مينه او خوښي برښې .
دغه کوچنيانو ته د هڅاند او هيواد پاله ځوانانوهر يو پيکام ماموند او زلمي حبيب له خوا زده کړې ورکول کيږي
هغوې وایې : کوچنيان د هر مور او پلار د هيلو نړۍ ده او د هيواد راتلونکی ددوۍ پور تړلی دی ، دوۍ د سبا ورځې مشران دې ، د ګلانو په شان دې ، او د ټولنې خوږمنه برخه جوړوي ، د کوچنيانو پالنې او روزنې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشې.
له نيکه مرغه دغه کوچنيانو ته په دې ټولګې کې د پښتو ژبې او دينې زده کړو ښه او وړ شرايط چمتو شوي دې ، او مونږ وياړو چې دوۍ ته زده کړې ورکوو ، دا ټولګی د کولن ميشينيش ښار د افغانانو د کلتوري ټولنې په هڅو او نوښت جوړ شوی دی او دلته په جرمني کې د ټولو ميشتو هيوادوالود کوچنيانو په چوپړ کې دی.
کوچنيانو ته په مورنۍ ژبه کې ښوونه او روزنه ددوۍ حق، د هر مور او پلار مسوليت ، او اسلامي دنده ده ، هر څوک چې په دې لاره کې يو قدم اخلي خپله دنیا او اخيرت ښايسته او روښانه کوي.
يو شاغر وايې
د نن ماشوم د سبا پلار ياديږې ستا د ټولنې افتخار ياديږې
ته ورته مينه شفقت وښايه تعلم تربيه او محبت وښايه
دغه واړه واړه ګلان د وطن دي نازولي ماشومان د وطن