http://larawbar.com/peace/?p=2556
سرچینه: Sundaymercy,
د پیژندل سوي انګلیسي قاچاقبر سره دحامد کرزي د کورنۍ اړیکې:
د میډلینډ (انګلستان) پیژندل سوی قاچاقبر د حامد کرزی د وراره سره اړیکی لری،
نهه دیرش کلن رابرټ د کوکاینو د قاچاقبرانو له هغی لویی کړۍ سره تړاو لری چی انګلستان ته د کوکاینو په راوړلو کی ستره ونډه لری، نموړی په دوبۍ کی زندانی و او په دې ورستیو کی هسپانیې ته ور تسلیم سوی دی.
په داسی حال کی چی هسپانوی څارنوالانو له نموړی څخه د نشه یی توکو د سوداګرۍ په اړه پوښتنی ګرویږنی کولې څرګنده سوه چی ډاوز د حمید کرزی له وراره جمیل کرزی سره په دغه معامله کی نژدې اړیکی لری.
افغانستان چی په نړۍ کی د هیروینو د یوه ستر تولیدونکی هیواد په توګه پیژندل سوی دی، اټکل کیږی چی هره ورځ تر لس میلیونه ډالرو پوری له دغه هیواد څخه دوبۍ ته وړل کیږی چی په دې ورستیو کلونو کی قاچاقبرانو لپاره د غیر قانونی شتمنیو د وړلو راوړلو او زیرمه کولو مرکز دی.
د حمید کرزی وراره جمیل کرزی د ډاوز په دفتر کی لیدل سوی دی چی د نموړی مرستیال منچسټر-بن رافیل نصر سره یی لیدل.
د یوه پټ پلټونکی په وینا چی جمیل کرزی ورته ویلی دی: ؛رافیل بن نصر زموږ نژدې ملګری دی او اوس داسی یو له لکه د یوې کورنۍ غړی... موږ ښه راکړه ورکړه او سوداګری کولای سو، که چیری موږ ټول یو ځای سو نو ښه ګټه کولای سو.
کله چی د ډاوز په اړه له جمیل کرزی څخه پوښتل کیږی، نموړی وایی ما له ډاوز سره خبری کړی دی، هو څو ځله. په عین وخت کی رافیل نصر چی د دلال په څیر ولاړ و او په افغانستان کی یی د خپلی سوداګرۍ لپاره موقع کتله، پټ پلټونکی ته ویلی دی چی نموړی له جمیل کرزی سره نژدې اړیکی لری.
تیره اونۍ د هسپانیی د ملکی ساتونکی ډلی په ډاګه کړه چی رابرټ ډاوز چی د نشه یی توکو د یوې مهمی انګلیسی ډلی مشر دی نیول سوی دی.
نموړی په دوبۍ کی د هغه ګډو عملیاتو په ترڅ کی ونیول سو چی د هسپانيی او بلجیم د پولیسو لخوا ترسره کیدل. په دغه علمیاتو کی ۲۲ نور کسان د پلټنی په موخه نیول سوی وه چی نهه یی د انګلستان، اته یی د هسپانیې، څلور یی د بلجیم او یو هم د عربی متحده اماراتو و.
ددغو عملیاتو په ترڅ کی پولیسو ته د ملیونونو پاونډو په ارزښت نشه یی توکی او نیوی زره یورو نقدی پیسې په لاس ورغلی وې.
ډاوز له دوبۍ څخه و هسپانیې ته وړل سوی دی او د هسپانوی څارنوالانو په حواله نموړی کولای سوای چی په دوبۍ کی د زندان په موده کی آن له هغه ځایه هم خپله سوداګری وکړی.
نموړی لس کاله وړاندی له انګلستان څه و هسپانیې ته او له هغه ځایه په دوه زره اووم کال کی دوبۍ ته تښتیدلی وی.
ژباړه: لیمه کندهارۍ
په لاندې لینک کې دا خبره نوره هم پخیږي :
له لېمې خور څخه په مننه ستاسو لا زیاته توجه دا لاندې خبر ته هم را اړوم قضاوت یې هم ستاسو په لاس :
باسټن ګلوب : کرزي د مخدرو موادو لوی قاچاقبران خوشي کړي
Saturday, 07.04.2009, 02:20pm (GMT)
|
|
تاند(شنبه/جولای ۴) امریکايي ورځپاڼې باسټن ګلوب افشا کړه چې ولسمشرحامدکرزي د دې لپاره چې په انتخاباتو کې ملاتړ ترلاسه کړي د نشه يي موادو مخدره پنځه مشهوراو په بندمحکوم شوي قاچاقبران خوشي کړي او د محکمې پر پرېکړې یې پښه ایښې ده .
د دې ورځپاڼې د راپورله مخې د مخدره موادو دا پنځه قاچاقبران په ۲۰۰۷ میلادی کال کې هغه مهال دافغانستان د جنايي محقیقونود یوې ډلی او د هغو د یوه امریکايي سلاکار له لوري له نیول شوي ول چې د پولیسو یونفورمونه یې په ځان کې وو او د پولیسوپه یوه موټرکې یې ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویین وړل.
دا کسان وروسته د یوې محکمې له خوا د شپاړلسو او اتلسو کالو ترمینځ په بند محکوم شول. خو حامد کرزي دا قاچاقبران ترانتخاباتو مخکې د اپریل په میاشت کې د یوه فرمان پراساس وبخښل.
باسټن ګلوب ورځپاڼې د راپورله مخې د دغو پنځو قاچاقبرانوپه منځ کې یو یې د ننګرهار اوکابل د پخواني والي حاجي دین محمد وراره دی .
ښاغلي دین محمد څه موده مخکې د کابل له ولایته استعفا ورکړه اود ښاغلي کرزي د انتخاباتي مبارزې د تنظیم چارې یې په غاړه واخیستې .
له نشه يي موادو سره د مبارزې د محکمې رييس باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې چې کرزي د یوه فرمان د صادرولوله لارې د دغو کسانو د خلاصون لاره اواره کړه .
د ولسمشرپه فرمان کې ویل شوي چې دغه کسان په یوې درنې کورنۍ پورې تړلي دي.
په افغانستان کی د امریکا سفیر کارل ایکن بیري هم تیره اونۍ چې کله یې دامریکا دپه لګښت د جنايي محاکمو لپاره نوې ودانۍ پرانستله ، د کرزي له خوا د مخدرو موادو د قاچاقبرانو د بخښنې موضوع ته اشاره وکړه.
یوه امریکايي مقام باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې دامریکا سفیر دا موضوع په خپله له ښاغلي کرزي، لوی څارنوال او د عدلیې له وزیر سره مطرح کړې ده.
عزیز احمد سرباز د څارنوالی مدیرچی د توقیفونود چارو د هماهنګ کولو مسول دی، دی ورځپاڼی ته ویلی چی د ثور په اتمه د مجاهدینو د بری د کلیزی د لمانځلو په مناسبت کرزي د یوه فرمان له مخې۲۱۰ بندیان وبخښل. په دې ډله کې ۴۲ یېد ولایاتو بندیان وو چې پنځه یې د مخدره موادو قاچاقبران وو.
ویل کېږي چې دا کسان د دې لپاره خوشي شوي چې په انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ وکړي .
کرزي یو شمېرنورو کسانو ته هم چې ویل کېږي نفوذ لري ، د وزارتونو وعدې ورکړي .
له تاند څخه په مننه