دا ولې دپښتون وینه وړیا شوه؟

http://larawbar.com/peace/?p=2545 

د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وژل شوي جرمني پر سر جنجال

د تير زېږديز کال په پای کې، په وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريد کې، يو جرمنی ښاروند ووژل شو. دغه شل کلن جرمنی بنيامين نوميده او له دوو طالبانو سره يو ځای وژل شوی.
بنيامين په ازبکستان کې پوځي روزنه تر ﻻسه کړې وه او د جرمني بهرنيو څارګرې ادارې لخوا تر تعقيب ﻻندې و. د جرمني سرچينو د مالوماتو له مخې، دغه بريد تر سره شوی و، چې له امله يې اوس په جرمني کې د سي ای اې پر ضد څو محکمو د نوموړي د وژل کيدلو پېښه څېړلې ده.
په جرمني کې ځينو خبري رسنيو رېپوټ ورکړی، چې د دغو همکاريو له امله د جرمني څارګرې ادارې هم تر نيوکې ﻻندې راغلي دي او کيدی شي په راتلونکې کې د سي ای اې سره د مالوماتو په تبادله کې کموالی راولي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د يوه تن بهرني د وژل کيدو پر سر (که ترهګر هم وي)، د سي ای اې پر ضد څو محاکمې تر سره کيږي، خو هر ورځ د بيګناه پښتنو د وژل کيدو وينه هېڅ قيمت نه لري.

سپينتمان

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه