امریکايي شنونکی : القاعده امریکايي استخباراتو دخپلو موخو لپاره زیږولې ده .

http://larawbar.com/peace/?p=2362

امریکايي تاریخپوه او خبریال وبسټر تاریلې له RT روسیې تلویزون سره په خپلې یوه تازه مرکه کې ویلې دي : القاعده امریکايي استخباراتو دخپلو موخو لپاره زیږولې ده او هغه مهال ېې غوښتل ،چې دپخواني شوروي اتحاد پر ضد ېې وکاروي نوموړی زیاتوي هغه کسان ، چې په یمن کې له القاعدې سره یو ځای شوې دي دوی له ګونتنامو څخه یمن ته لیږدول شوې دي او په ځانګړې بڼه روزل شوې دي .

وبسټر وايي : امریکا هڅه وکړه ،چې په یمن کې نظامي لاسوهنه وکړي ، خو ددفاع وزیر روبرټ ګېټس ېې مخه ونیوله .

تاریخپوه وبسټر دلیبیا په اړه وايي : افریقايي مشرتابه هڅه وکړه ،چې په لیبیا کې ستونزې ته وړ حل پیدا کړي او دپنځو افریقايي ولسمشرانو هڅه دستاینې وړ ده او دا معقول وړاندیز و ،چې اوربند اعلان شي او خبرې اترې پیل شي ، خو هیچا دې نوښت ته په درنه سترګه ونه کتل او دافریقايي ولسمشرانو وړاندیز هیڅ دی .

وبسټر وايي : دالقذافي ځواکونو مورال پیاوړی دی او دا ېې جوته کړه ،چې مخالفینو کومه دپاموړ لاسته راوړنه نه ده تر سترګو شوې ، سره له دې چې ناټو هم ورسره مرسته کوي .

دسوریې دستونزې په اړه امریکايي شنونکی وايي : دبشار الاسد دنظام پر دامریکا او اخوان المسلمین ترمنځ یو ایتلاف شته .

هوسۍ

له روهي ویبباڼې څخه په مننه