فريداحمد تسکين/پکتيا
غزل
پرسره ګلاب يې وويشتم يوچاله ډيرې مينې
دزړه پرتاج محل يې کړم پاچاله ډيرې مينې
له دغه زلميتوبه ماشومتوب راته ډيرښه وو
په غيږه کې به واخيستم هرچاله ډيرې مينې
منګولې دې شه ډکې اوپه مخه دې رڼاشه
مورجانه راته کړي دغه دعا له ډيرې مينې
بې تامې ژوندون ګران دی له مالرې مه ځه ياره
وېرېږم هسې ورنه کړمه سا له ډيرې مينې
زمابې قرارزړه ته قرارورکړه چې تسکين شي
ساقي راوړه چې وڅښمه ميناله ډيرې مينې
ګران تسکین صاحب!
سلامونه مې ومنئ هیله ده چې جوړ به اوسئ بښنه غواړم چې ستاسو شعر پخپل وخت خپور ځکه نه شو چې زه په اطریش کې وم همدا اوس دفتر ته راورسېدم له تاسو څخه بیا هم مننه کوم الله پاک مو ښاد لره زما سلامونه ټولو شاعرو ملګرو ته ورسوئ .
محمدامین بسمل له جرمني څخه