http://larawbar.com/peace/?p=2318

دامریکا په جنوبي ایالتونو کې توپانونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده . ونې چپه شوې ، کورونو او لوړو ودانیو ته زیانونه اوښتي دي .
ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دسلګونو زرو انسانانو برېښنا غوڅه شوې او تر دامهاله د۸ کسانو مړینه تاید شوې ده .
په جارجیا ایالت کې ۶ او په ټینسي او سیپي ایالتونو کې یو- یو کس وژل شوی دی . په ځینو برخو کې دونو درا چپه کېدوله کبله څړکونه بند شوي دي او په مواصلاتي سیستم کې سختي ستونزي پېښي دي .
مرستندویه ډلي هڅه کوي چې دنوري مرګ ژوبلي مخه ونیسي . دګڼو کسانو ټپي کېدل هم تاید شوي دي .

له خبریال ویبپاڼې څخه په مننه