http://larawbar.com/peace/?p=2304

په امريکا يو وحشي پادري قرآنکريم ته اور اچوي، خو له افغانستان پرته په ټوله اسلامي نړۍ کې چوپتيا ده، د ځينو اسلامي هېوادونو چارواکي په خورا نرمو الفاظو دا وحشيانه کار غندي، داسې چې سړى فکر کوي، اسلامي احساسات يې په بشپړ ډول له منځه تللي، داسې لکه د يو بل دين پيروان چې وي، خو اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى غندي.

د عربي نړۍ تېل همغسې امريکا ته روان دي او د اسلامي نړۍ ډېرى واکمنان لا هم خپل ساتونکى امريکا ګڼي او داسې انګيري چې ګواکي عزت او ذلت دواړه د امريکا له لوري دي.

اسلامي امت هم چوپ دى، په ټولو اسلامي هېوادونو کې مسلمانان يوازې واټونو ته هم را ونه وتل، خپل حکومتونه يې هم اړ نه کړل، چې د وحشي پادري دا کار وغندي او له امريکا څخه وغواړي چې ددې ډول عملونو د تکرار مخنيوى وکړي. آن مسلمانانو پر امريکا د فشار لپاره په دې کار خپله خواشينې هم تر امريکا ونه رسوله.

دا د هغو اسلامي هېوادونو د واکمنانو او خلکو حالت دى، چې زور لري، پوځ لري، اقتصاد لري، زده کړې لري او بللآخره که لږ هم ځان ته ټکان ورکړي، نه يوازې دا چې ددې ډول پېښو مخينوى کولاى شي، بلکې د پياوړي اقتصاد او نورو لاملونو له مخې د امريکا په ګډون ټول لوديځ تر اغيزې لاندې راوستلى شي، خو له دې ټولو سره سره لا هم چوپ دي.

په افغانستان کې حالت بدل دى، ولس په شور او زوږ کې دى، په خپل ټول ټپي ټپي بدن بيا هم د خپلو ديني ارزښتونو د سپکاوي پر وړاندې چوپ نه پاتې کيږي، غبرګون يې د لېونتوب تر بريده دى، ددې پر ځاى چې د وحشي پادري پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي، خپل ټپونه نور هم پراخوي.

پر پاکستاني، ايراني، مصري، عراقي، ترکي، سعودي، لېبيايي... ګټو ويشل شوي مسلمانان چېرته دي؟ څنګه يې اسلامي احساسات او مسووليتونه شاته غورځولي او څنګه ددې وحشت پر وړاندې غلي دي؟

دوى توان لري، چې حالت بدل کړي او دوى توان لري چې له اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړي، موږ يې تمه کوو، چې دوى به بللاخره خپل مسووليت سرته رسوي.

له لوی افغانستان څخه په مننه