دډاکتر عبدالهادي حماس لیکنه           http://larawbar.com/peace/?p=2096

داسلام دمقدس دين دبدنامه كولولپاره كفري نړۍ لګياده اوتل پدي هڅه كې ده چې دغه دين خلكوته ديوه داسې دين په توګه وروپېژني چې ګواكې له انساني ژوندڅخه لريوالى لري .
دوى دخپلو هڅواو ناوړه تبليغاتوپه لړكې غواړي چې نړۍ په دې وپوهوي چې داسلام دين درڼاپرځاى تيارې خپروي اودمينې پر ځاى كركه په خپله غيږه كې لري .
دوى نړيوالوټولنوته داسې څرګندوي چې داسلام مقدس دين دخلكوپه منځ كې ويره اچوي،دخلكو له زړونوڅخه ډاډ اواطمنان اخلي اوپرځاى يې دهغوى په ذهن كې ويره او ډار اچوي .
كفري نړۍ داسلام دبدنامولواوداسلام دغلط معرفي كولو په هڅوكې له هيڅ رازتوطيواودسيسوڅخه مخ نه اړوي اوتل په دې هڅوكې دي چې نړيوالوته داسېڅلى دين غير اخلاقي اوغيرانساني دين وښيي اوځينې خوئې په دغو دسيسوكې داسې كړنې هم ترسره كوي چې دترحم اوزړه سوي څخه لرې وي اودهغوى دانسانيت مقام ترپوښتنې لاندې راولي .دوى ددې كړنوپړه پرمسلمانانووراړوي تر څو هغوى بدنام كړي اوپه دې توګه غواړي چې مسلمانان بد وښيي اودهغوى پاك اومقدس دين نړۍ ته غلط وروپيژني اونړۍ وال يې په اړه داسي فكروكړي چې دغه دين دزړه سوي اوترحم حس نه لري ،ځكه دغه ډول اعمال ترسره كوي .
كفري دنيا له نړيوالوڅخه په دې پلمه پيسې ر اټولوي چې ګواكې دوى په نړۍ كې بربريت اوډاراچونه له منځه وړي كومه چې ددوى په وينايواځې په مسلمانانوكې دودده . دوى نړيوالومرستندويه ټولنوته داروحيه وركوي چې انسان وژنه،غلا،ترور،اوپه خلكوكې ويره اچونه مسلمانان كوي اوكه نوموړې مرستندويه ټولنې غواړي چې په نړۍ كې ددغه فسادمخه ونيسي نودوى ته دې فنډوركړي ترڅو د دوى په اصطلاح دغه بشري ناورين اواخلاقې فسادله مينځه يوسي ! دوى په دې توګه دوه ډوله ګټې ترلاسه كوي يوداچې دمسلمانانوپرضدخپل صليبي جنګونه پرمخ بيايي اونړۍ ته بل څه ورمخې ته كوي اوله بل پلوه دمسلمانانو پرضدپه دغه پراخــــــــــــــه جګړه كې دخپلوموخولپاره پردۍ پيسې لګوي ترڅو يې خپل اقتصاد ته پر ي كوم زيان ونه رسيږي .كفري نړۍ داسې سياست غوره كړى دى چې په دغه جنګ كې په يوه تير سره دوه نښي ولي .
حيرانونكې خوداده چې ډاراچونكي يوازې په اسلامي نړۍ كې پيداكيږي اودوى ئې په له منځه وړلوپسې بډې را نغښتې دي حال داچې ددوى په خپلوهيوادونوكې داسې ګروپونه اوډلې شته چې په خلكوكې ويره اوډار اچوي، دخلكوكورونوته وراوړي،دهغوى مال لوټوي،دارايي ئې تري اخلي،په هغو ي جنسي تيرى كوي اوهيڅوك ترى خوندي ندي!دغه ګروپونه دخپلوموخو دترلاسه كولولپاره انسان وژنه،سړي تښتونه،وينه تويونه اوبلاخره هرڅه كوي!په هره ثانيه،ثانيه كې په همدغو پرمختللوهيوادونو كې بي شميره وګړي ددې ډول پيښوقرباني كيږي خوهيچا ورته دډاراچونې ګروپونه،ونه ويل اونه يې پرخلاف چاكوم اقدام وكړ .
دمافيا مختلف بانډ ونه نړۍ ته ترټولوسترګواښ دي!څه دي چې دوى يې نه كوي اوڅوك دي چې ددوى له منګولو خلاصيداي شي! دانسانانوتښتول ،مړه كول،له هغوى څخه پيسې اخستل،بدمعاشۍ،كـــــــــــــورنۍ اوكلي په غم اووير ككړول يې دمعمولي ځانګړتياووڅخه دي .
دغه بانډونه دنړۍ تر ټولوسترويره او ډاراچونكي بانډونه دي كوم چې همدغې نړي ته تر ټولوستر ګواښ بلل كيږي خوهيڅ چايې پرضد نړيواله مبارزه پيل اواعلان نه كړه مګر داسلامي نړۍ يوه كمكي حركت ته بياپه دومره لويه سترګه ګتل كيږي چې ګواكې همدااوس پردوى ورخېژې اوددوى حاكميت ترپوښتنې لاندې راځي!!ددوى دغه ډول حركتونو په اسلامي نړۍ كې يولړپوښتنې راپورته كړې اودهغوى په زړونوكې ئې شكونه راولاړكړي دي .
كه نړيوال ډاراچونه په اسلامي ټولنه پوري تړي زه فكركوم چې دابه يوه لويه سهوه وي چې دوى يې ترسره كوي او كېداى شي چې ددوى دغه سهوه ددوى لپاره هم ناوړه پايلې رامنځ ته كړي! ځكه چې مسلمانان نه ترهګردي اونه ئې په سپېڅلي دين كې ددې ناوړې پديدې لپاره ځاى شته!په اصل كې خـــــــــوكفري نړۍ داسلام ښېګڼې اومقدس والى سرچپه كړى اوبيايې نړۍ ته ورښودلى . په اسلام كې خوچې څومره ښيګنې دبشردښيرازۍ اونېكمرغۍ لپاره شتون لري دهغوى بيلګه اومثال په بل هيڅ دين اوقــــــــــــانون كې نه تر سترګو كيږي .
دلوى خداى(ج) له لورې چې اسلامي نظام دبشريت لپاره رااستول شوى نويوازېنۍ ستره موخه ئې دبشريت لپاره دژوند اسانتياوي دي ،دژوندتيرولوښه او مناسبه لاره غوره كول دي ترڅو له فتنو اوافتونو څخه وژغورل شي .
اسلامي نظام بې سببه يوه زره قدرې هم په چاباندې تېرى نه خوښوي اونه چاته ددې اجازه وركوي چې نوروته دې زيان ورسوي اويادې په خلكوكې ويره واچوي .
اسلام ترهرڅه وړاندې سولې اوپخلاينې ته تږى دى او اصول يې داليوالتياښيي چې څه ډول يې وګړي په ارامه او سوكاله ماحول كې له خپل الهي نعمت څخه چې ژونددى خوندواخلي اودسولي په سيوري كې خوښ اوخــــــــوشحاله واوسيږي . داسلام مقدس دين خپل پيروان اومسؤلين تر بل هرقانون اومذهب زيات دې ته ځيركړي دي چې دخپلو خلكودپاره سوله راولي اوددې هدف لپاره له هرډول قربانيو څخه سپما ونه كړي .
داسلامي نړۍ يواتل حضرت عمر(رض)دخـــــــــــــــپلواسلامي اصولو دمراعتولودپاره اودخپل مسؤليت له مخي به يې د ورځې خوپريږده دشپي لخوابه ئې هم ګزمه كوله ترڅود خلكو لپاره سوله راولي .
داچــــــــې كفري نړۍ فكركوي چې اسلام اومسلمانان سوله خوښوونكي ندي اوياداچې مسلمانان امنيت خرابوي،په خلكوكې ويره اچوي،دارښتيانه دي! بلكي داداسلام په اړه ددوى ناوړه پوهاوى دى!داله اسلام څخه ددوى غلط درك دى!ځــــــــــــكه اسلامي نظام تربل هرنظامه دانسانانولپاره د ډاډمنتيا اوسكون غوښتونكى نظام دى .
كه په غورسره څوك داسلامي نظام اصول وګوري نوله ورايه به ورته څرګنده شي چې ددغه دين زياتره قوانين ددې لپاره دي چې خلك په ارامه فضاكې ژوندوكړي،ناارامي او شخړي ترمنځ رانشي اوكه رامنځته هم شي نووسعت او پراختيا ونه مومي .
اسلام چې څومره دظلم ،تيري اوبي ځايه وينې تويدنې څخه كركه لري بل هېڅ نظام ئې نه لري! داسلامي نظام په اړه كفري نړۍ فكركوي چې دغه دين له عدالت اوانصاف څخه لرې دين دى!بياهم دې كليمې ته اړتياپيداكيږي چې ياخو دوى ناسم پوه شوي اوياخودوى داواقعت نه شي څرګندولى چې اسلام دسولې دين دي .
څومره عدل او انصاف چې په اسلامي نظام كې دى په هماغه اندازه بياپه كوم بل دين اومذهب كې نشته !اسلامي نظام دوېښته په څير هم دانصاف او بي انصافې خيال ساتي ان چې په اسلام كې دعدالت دپلي كولو دپاره دخپل پيروي اوبيګانه توپيرهم نه كوي!يوازې انصاف وركول اوددې حكم پلي كول ورته ارزښتمن دي!اسلامې تاريخ ددې ګواه دى چې كله ديوه مسلمان اويهودي ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه نورسول(ص) ديهودي په ګټه پرېكړه وكړه ځـــــــــكه چې يهودي په حــــــــــقه ؤ!كله چې مسلمان دحضرت محمد (ص) فيصله ونه منله نوحضرت عمر(رض) ته ورغــــــــــــــــئ،مسلمان فكركاوه چې حضرت عمر(رض) به دده په ګټه پرېكړه وكړي ځكه چې دى مسلمان دى اومقابل لورى ئې كافر!خوحضرت عمر(رض)نه يوازې داچې دهغه په ګټه ئې پرېكړه ونه كړه بلكه په دې ګناه چې ده دحضرت محمد(ص)دانصاف پرېكړه نه وه منلې دهغه سرئې وواهـــــــــــــــــه!نودادى دهغه دين انصاف اوعدالت چې كـــــــــــــفري نړۍ ئې په ترهګري اوبې عدالتي تورنوي!كه داسلام په اړه څېړنې وشي نوډېرې داسې كيسې به پكې وموموچې د سولې، ورورولۍ اوعدالت ځانګړې بېلګې وي!
نواې نړيوالو !
اوس تاسې فكروكړئ چې پورتنى اويا داسلام دې ته ورته نورې په زرګونوكيسې ډاراچونه ده اوكه دنړيوالې ورور ګلوى پيغام !؟
اسلام ديوه ګرم مسلمان ملاتړنه بلكې دانصاف ملاتړكوي حا ل داچې تاسې ورته له انصافه لرې دين وايي .په واقيعت كې خوانصاف دې ته وايي كوم چې داسلام هره كيسه ئې يوه ځانګړي بېلګه ده!
نواې نړيوالو!تاسې داسلام په اړه ولې په بې پروايي سره قضاوت كوى؟ولې دګوتوپه شماروګړوپه اعمالوسره له انصافه لري پريكړي كوى ؟ اسلام خپلو پيروانو ته دااجازه هم نه وركوي چې له غيرمسلم سره دې حتې بدچلندوشي اويادې دهغه مال او عزت ته زيان ورسوي .
داسلام سپارښتنه داده چې هرمسلمان دې بشري اخلاق وساتې اودهر انسان سره هغه كه دهردين پيرو وي،نيكه رويه وكړي .
داسلام هره وينااوكړنه په نيكه رويه اوبشري خواخوږي سمباله ده،داسلام ستررهبرحضرت محمدرسول الله(ص)ددې له پاره راليږل شوى دى چې نيك اخلاق خلكوته وښيي ،كله چې دخوږ نبي كريم(ص) په لاره كې يوې غير مسلمانې ښځې له هغه سره دكينې له مخې هره ورځ اغزي اچول ترڅوده ته پرې زيان ورسوي اوبياكله چې څوپرله پسې ورځې نبي (ص) وليدل چې دهغه په لاره كې اغزي نشته نودحال پوښتنه يې وكړه ،چاورته وويل چې هغه ښځه ناروغه ده !زړه سوانده نبي كريم(ص) دهغې پوښتنې ته ورغى!هغې يهودي ښځې چې دده نيكه رويه وليده نودومره يې له اخلاقو آغيزمنه شوه چې هماغه شېبه ئې داسلام مقدس دين ومانه .
اسلامي نظام څومره دښواخــــــــــــــلاقودين دى،څومره دبشر دحقوقو په اړه پام كوي ،دانسانيت لپاره څومره زغم اوترحم لري !
داسلام رهبريوه ښځه،هغه هم غيرمسلمانه په خپلو سترګو ګوري چې په لاره كې يې اغزي اچوي او ده ته دزيان رسولو په لټه كي ده مګرداسلام دغه سرلارى بيا هم دهغې ټول بد، له ياده باسي اوپوښتنې ته ورځي .
نواى نړيوالو!تاسې ولې داسلام په اړه په پټوسترګــــــــــــــو پرېكړه كوئ اواسلام دترهګري اوډاراچونې دين بولئ!؟ پورتنۍكيسه ريښتياډاراچونه ده اوكه دنړيوالې ورور ګولى پيغام ! ؟
كه چيرې نړيوال دزړه له كومې وغواړي اوپه ريښتنې ډول اسلام وڅيړي اوصادقانه قضاوت وكړي نوسل په سلوكې به دوى ته ذبات شي چې اسلامي نظام دامن،زړه خوږي ، ترحم اوسولې دين دى،داسلام په مطالعه به دوى ته ښكاره شي چې اسلامي نظام يوه ټولنيزه تګلاره لري ،په هغې عمل كول يوه انساني اړتيا ده ،دوى به داسلام په مطالعې سره پدې پوه شي چې اسلام دخوشحاله ژوند تيرولو نوم دى،په اسلام كې دومره ډاډمنتياده چې دنړۍ هېڅ شتمن ئې هم نه لري ، په اسلام عمل كول دژونددټولوبرياووپيلامه ده او دژونددستونزوڅخه دخلاصي لاره ده ،داسلام په مطالعه به كفري نړۍ په دې وپوهيږي چې اسلام له ټولوبدمرغيواو افتونوڅخه دژغورنې وسيله ده،څه چې اسلام خپلوپيروانو ته ښودلي دي هغه سراسرددوى لپاره په ګټه دى،داسلامي احكاموپه ترسره كولوكې روغتياده،دزړه سكون اودروح ارامتياده ،ورسره ټول هغه څه چې له انسانه لوى خداى (ج) منعه كړي هغه دانسان په زيان دي،دهغوكړنوپه كولوسره انسان ته دسلوبلاګانوخوله خلاصيږي،دژوندخوښي او روغتيا له لاسه وركوي ،لالهانده او سرګر دانه ګرځئ !.
داسلامي نظام دپيروانولپاره داوياړهم بس دى چې دنړۍ هلاكونكې اوشرمونكې ناروغۍ پكې شتون نه لري لكه ايډزاونور،كه وي هم فيصدي يې ډيره كمه ده اودهغې لامل به ديوه مسلمان له اسلامي اصولو څخه سرغړاوى وي .
اسلامي نظام خپلوپيروانوته يوبل وياړهم وربښلى اوهغه داچې په پيروانوكې ئې دزړه سكون دى اوله مسلمان پرته بل څوك له دغه نعمته محروم دي!په يوه مسلمان چې هر څومره غم او ستونزې راشي نولوى خداى(ج)ته متوجه شي او له هغه څخه ئې په دنيااواخرت كې اجرونه غواړي !هرڅه له خدايه بولي اوپه هغه دزړه صبراوتكيه كوي .
مګركفري نړۍ بياله ستونزوسره دمخامخ كيدوپرمهال شرابواوعياشي ته مخه كوي كوم چې موقتاً خوښي وركوي مګرپه حقيقت كې خپل ويراوغم نورهم زياتوي،دزړه سكون اوارام نورهم تر ې اخلي،چې زياتره مهال خبره په ځان وژنه تماميږي،كفري نړۍ دومره ناارامه ده چې دخوب كولودپاره هم ددواخــــــــــــــوړلوته اړكيږي،كه دواونه خوري نوخوب نه ورځي،دژوندپه چاروكې دوړو،وړوپيښودپاره هم زغم نه لري ځكه خوويلاى شوچې اسلامي نظام دانساني ژوند لپاره يوه مناسبه لاره ده!تر هګري ،ويراچونه ،ظلم په اسلام كې ځاي نه لري بلكې دغه پروپاګنډه يوازې داسلامي نظام پرضدخپرونې دى چې كفري نړۍ ئې له خپلورسنيونه خپروي .
كه يومسلمان له خپل ځان څخه ددفاع لپاره،يادخپل دين اوخپلې خاورې دساتنې لپاره وسله راپورته كوي نوپرهغه دترهګرنوم اېښودل كېږي خودوى ځانته داحق وركوي چې دجګړې دټولواصولواومقرراتوخلاف په يوه راكټ يايوه بم په لسګونواوسلګونوبې ګناه كسان ووژني!!موږنه پوهيږو چې كفري نړۍ ولي داسلامي نړۍ پرضدبي ځايه تبليغات كوي اوپدې اړه له هيڅ رازتوطيؤ څخه ډډه نه كوي !
اسلام ته په سپكه سترګه ګوري،داسلام شعايروته درناوي نه كوي!درناوي خوپريږده په سپكاوي پسې يې پښې رابډ وهلې دي!لومړى يې دقران كريم توهين وكړاوپه تشنابونو كې ئې واچاو،له پښوئې لاندې كړ،ويې څيره او سپيوته يې دلوبودپاره ورګزاركړ!!په هغه يې دمسلمانانواحساسات سخت ژوبل كړل!اوكله چې مسلمانانوله خپل سېڅلي كتاب قران عظيم الشان څخه ددفاع غږاوچت كړنودوى ورته ترهګروويل!خوخپل هغه عمل ئې هېڅكله ونه غانده چـــــــــــــې دسلهاووميليونومسلمانانواحساسات پرې ژوبل شول!
كفري نړۍ په دې باندې هم بسنه ونه كړه،بيايې داسلام دستر رهبرحضرت محمد(ص) داسې تصويرخپوركړچې دهغه تصويرپيغام خلكوته داسې څه ورښودل چې خدانخواسته هغه ترهګردى!!! هغه ته يې په هغه تصويركې بمونه په لاس كې وركړي و!!حال داچې هغه دبشريت دژغورنې دپاره راستول شوي و!هغه داسې يو څوك و چې ټولې نړۍ ته يې دانسانيت اوژغورنې لاره ښودله،ټولې نړۍ ته دښيرازه ژوندغوښتونكى ؤ اوپه دې لاره كې يې بې شميره ستونزې وګاللې! هغه ته به چې كفاروڅومره ځوروركړنوده مبارك به داهرڅه زغمل!يوځل دې كفارودهغه په وجودباندې وينې راماتې كړې خوله دې سره بياهم دى مبارك له هغوى نه دانتقام په لټه كې نه شو!سره له دې چې لوى خداى(ج)به ده ته دخدمت اوامركولودپاره ملايكې راليږلې خوده به خپلو دښمنانوته دهدايت اوسمې لارې دعاګانې كولې!خونن كفري نړۍ هغه ته دترهګر!!نوم وركوي!
مسلمانې ټولنې هيڅ كله هم دچاپرمذهب داډول تېرى ندى كړى اونه ورته خپل مقدس اوهراړخيزدين داډول اجازه وركوي!زموږدين خپلوپيروانوته لاددې اجازه هم نه وركوي چې نورودينونوته هسې سپك الفاظ وكاروي!خوكفري نړۍ دمسلمانانوپرضداوددوى ددين پرضدڅه دي چې نه يې ترسره كوي !؟چې پورته څويادونې يې ښې بيلګې دي .
څه ډول چې كفري نړۍ زمونږيا زمونږ ددين په اړه فكر كوي څرګنددي چې دوى ته ځينوګروپونوناسم تبليغات كړي، دوى يې غلط پوه كړي،ددوى فكريې له حقيقت نه اړولى، د دوى په زړونوكې يې بې ځايه ويره پيداكړې،حال داچې واقيعت داسې ندى! دوى دې په خپله اسلام مطالعه كړي هرڅه به دلمرپه څيرورته څرګندشي اوداسلام له ښېګڼوبه خبرشي!!كله چې دوى داسلام په ښه والي اوحقيقت پوه شي په خپله به قضاوت وكړي اونه يوازې اسلام به ورته ښه او مناسب دين څرګندشي بلكې دوى به دې ته چمتوشي چې پخپله له دغه مبارك دين څخه پيروي وكړي !