http://larawbar.com/peace/?p=2088
په لویه څارنوالۍ کې یوې باوري سرچینې خبر ورکړی دی ،چې د ټاکنو دکمیسون مشر ملا ؟؟فضل احمد معنوي له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوی دی .
دمعنوي په اړه دا ډول حکم داسې مهال صادریږي ،چې لوی څارنوال دهغه نیولو حکم هم ورکړی دی .
پردې سربېره نن دلوی څارنوالۍ او ځانګړې محکمې یوه ډله ،چې پولیس ورسره و د ټاکنو خپلواک کمیسون ته ورننوتل او درایو شمېرنې مرکزونه ېې مهرولاک کړل او د ټاکنو کمیسون اوس محاصره دی .
یوې بلې باوري سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل : چې دټاکنو خپلواک کمیسون ویاند نورمحمد نور له هېواده تښتېدلی دی روهي ویبپاڼې هڅه وکړه ،چې له نوموړي سره ټیلفوني تماس ونیسي خو بریالۍ نه شوه .
هوسۍ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه