څنګه چي بلبل وي په يو ګل مين هسي زه او ته يو په يو بل مين
اوس خو مي په حال باندي خندا کړې ته
خدای خو دي پخپله کړه يو ځل مين
ګوره پېښور به درنه پاتي وي
يواري که ته شوې په کابل مين
هر انسان مين په دې دنيا کي دی
څوک وي په دنيا څوک په ځان څوک وي بيا په بل مين
خير خدايه هسي نه دنيا پړ مخي راواړوي
اوښکي يي راتلې په مخ پټ پټ يې ژړل مين
ته يې توري سترګي او شين خال ستايه
زه د پښتنې يم په حيا او په اوربل مين
ځان او جهان دواړه ترې نه هير شي بيا
کله چه سر ايښی وي د خپل يار په څنګل مين
ټوله شپه به ويښ وي د ګوهر غوندي
خدای خو دي څوک نه کا په غزل مين
انعا م الله ګوهر/کابل