مور
موري چي زړګى دي ازار نه كړمه
خپل ژوندون به هيڅكله خوار نه كړمه
ستا دُعا دي ما ته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه كړمه
تا ته به په كومه ژبه مور وايم
سر چي ستا له ميني نه جار نه كړمه
ځان ته به هيڅ حق د ژوندون ور نه كړم
شپې چي دي خدمت كي سهار نه كړمه
ټوله ورځ كه سر پر زنګون كښېنمه
موري ستا حقونه به شمار نه كړمه
ستا خبري ټولي نيكمرغي ګڼم
ځكه خو پردېس ترې انكار نه كړمه
۷\۵\۱۳۸۴
د مور د نړيوالي ورځي په مناسبت
ددلاورپردېس دوه شعرونه
بېلتون
هغه ښايسته او نازولى اشنا
زما په غم كي زوريدلى اشنا
چي د بېلتون شېبه مو منځ كي راغله
په چيغو چيغو ژړيدلى اشنا
په دې خاطر چي ما له اوره خلاص كړي
پر د ښتو غرونو ګرځيدلى اشنا
ځكه دُنيا سوه د غمونو ډکه
چي پكښې نسته زما ښكلى اشنا
د پردېس زړه ته به قرار رانه سي
چي سو تنها ورڅخه تللى اشنا
٤\٥\١٣٨٦
06.03.2012
- لښکرګاه
هلمنديوځل بياوځلېد
دروان كال ددلوي پر(۱۶)نېټه دايران اسلامي دولت د(قوم)په ښاركي دګڼ شمېرديني عالمانو،حافظانواوقاريانوترمنځ يوه سيالي جوړه سوه چي په پايله كي يې افغان قاري محمدعلي خسروي دوهم مقام خپل كړ
يادي څرګندوني خسروي صفارمجلې ته په يوه ځانګړي مركه كي وكړې خسروي دامقام په داسي حال كي هلمندولايت ته راوړچي ګڼوهلمندي ځوانانودژوندپه نوروبرخوكي يادولايت ته لومړى اودوهم مقامونه راوړي دي دخسروي په ويناچي پدې سيالۍ كي دوه اويا(۷۲)اسلامي هيوادونوګډون د...
07.03.2012
- لښکرګاه
مادډيروخلګوڅخه داخلاقوپيژندنه ياليدنه داسي کړې،چې ځيني خلګ اخلاقي هغه چاته وايې چـــــــــــــــې ډير
خاندي ياپرهروخت اوهرځای په لوړ اوازســـــــره[قهقهه]خنداکوي اوياهم ډيري خبري اومسخرې کـــــــوي. ددغه
حلګوداغلط پوهاوی ياغلط پوهيدنه ددې لامل سوې ده چې ناخبره ځوانان اويا هغه ځوانان چـــې ددغـــه رقم...