منا جات
سر لو ړى دې مجلس دپښتنو وي هر ګړى
تل پاته عنعنه دې دجرګو وي هر ګړى
تور زن زلمي دې ډير وي غيرتمن دپښتنو
شمله دي تل په جګه دپلرو وي هر ګړى
حجري زموږ دقام دې هميشه لري خداي ډكي
پكښي كي دې يوالۍ دزلمو وي هر ګړى
وخداى ته مي لاسونه په دوعا پورته نيولي
چي دا اولس دې ليري دغمو وي هر كړى
ظالم چي مو هر څوك وي خدايه تې را هدايت كړی
چي بل مو څراغونه پر تيارو وي هر ګړی
داوښكو ډكي سترګي به تر كومه غړومه
هر کور چي مو شاهد دغلبلو وي هر ګړی
ژبه دې ګونګي سي چي به موږ په بدو ستا ئې
دښمن دې زموږ مخته پر ګونډو وي هر ګړى
ادم (صفت ا لله ) تا ته اميد لرمه خدايه
حضور ته مي دا ستا دغه ارزو وي هر کړی
02.03.2012
- لښکرګاه
السلام علیکم ورحمت الله برکاته!
ګرانو او قدرمنو!دا چې هر اوونی په هلمند ادبی بهیر کې یوه اوونیزه غونډه د هلمندی شاعرانو،لیکوالانو،ژورنالیستانواوګڼ شمیر نورو وګړو په ګډون تر سره کیږی....
03.03.2012
- لښکرګاه
زړه دي مه صبروه
جانانه راسه یادتازه کـــــــــــــړه زړه دي مه صبروه
مادخپل ځان په تماشه کــــــــــړه زړه دي مه صبروه
په پخوانوسترګـــــــــــــــــــــو به یو نظر دروګورمه
ځان دي له دې نه لا ښایسته کړه زړه دي مه صبروه
په انتظاربه دي ترکـــــــــــــــومه ورځي شپې تیروم
یوځل می بیا دځان میلمه کــــړه زړه دي مه صبروه
ستادلیدوپه تمه تمه دي ترکلــــــــــــــــــــــــي راغلم
راسره تیره یوه شپه کــــــــــړه زړه د...