د استرالیا د حکومت لخوا ددغه هیواد پارلمان ته د کډوالو په چارو کې دوه داسې قوانین وړاندی شوی چې که تصویب شي نو د دغه هیواد د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن ته به د کډوالو د قبلولو او یا ردولو لا نور هم زیات صلاحیت او قدرت ورکړي.

لمړې پشنهاد شوې قانون د مانوس او د نایرو توقیف خونو پناه غوښتونکو لپاره بد ځیرې لري. دغه قانون ټولو هغو پناه غوښتونکو ته د استرالیایي ویزو د نه ورکولو غوښتنه کوي چې د ۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې تر نولسمې نیټې وروسته دغو توقیف خونو ته لیږدول شوې دي.

او دوهم قانون چې اوس د سنا مجلس مخ ته پروت دی د عامه ګټو تر چتر لاندې د استرالیا د کډوالو وزیر ته د ځینو خلکو د ویزو د بیا چېک کولو، ردولو او بیا اعتباري کولو صلاحیت ورکوي.

که چېرې دغه قانون وضع شي نو د زیات شمیر خلکو استرالیایي ویزې به د مختلفو دلایلو په اساس بیا کتل او ارزول کیږي، چې بیا به د استرالیا د کډوالو وزیر پیټر دوټن دا صلاحیت ولري چې کتل شوې ویزې بیا قبولې او یا هم رد کړي.

د بشري حقونو فعالانو او د کډوالو مدافعینو په دغه پشنهاد شوو قوانینو سختې نیوکې کړي.

د لېبر ګوند چې د حکومت لوی اپوزیسیون تشکیلوی دغه قوانین غیربشري، د تبعیضه ډک او حتی د ټرمپ هغه لمړني اجرایوي فرمان ته ورته بللي چې په اساس یې د اوو اسلامي هیوادونو پر وګړو متحده ایالاتو ته سفر بند اعلان کړې وو.

خو ښاغلې ډوټن د دی قوانینو عملي کېدل اړین بولي او د پارلمان څخه یې د تصویب غوښتونکی دی.