غزل : ښاغلی ناشناس
ماتــــه هغـــه ماتـــه دغه نـــه راځي
ساده ســـړۍ يمــــه پلمه نــــه راځي
د زړه پـه سترګـــو يې سيلونه كــوم
د سر پـــه سترګو كـــه هغه نه راځي
بــس محبت زما روزګـــار دى خلكه
بغــير لــــه دې بله كيسه نه راځي
دهجرشپې په ژوند كې ډېرې راځي
چې راســـره وي هغه شپه نـــه راځي
زړه تـه مې ډيـــری زاريګاني وکړی
ستا لــــه محله صبر ېده نه راځي
تــوبې مې ښې ډېرې بېګا ووېستې
ستا لـــه يارې نه هېڅ توبه نه راځي
تـه خـــو مې ډېر شړې خو زه كله ځم
مَــېن زړګى مې راســـره نــــه راځي
ناشناس زړه دمينې ښکارشـوخلکو
خو د هغې پــــری عقيده نـــه راځي
02.06.2010
- لښکرګاه
شعر٫ غنمرنګ كوچي
غزل
درنو ته دروند سپوته سپك دئ ته پرې خيال كوه
ياردې دوخت خوشحال خټك دئ ته پرې خيال كوه
پـــه بې پامۍ كه دې...
02.06.2010
- لښکرګاه
مسلمانان بايد دين له چا زده کړي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاتهبسم الله الرحمن الرحيمنحمده ونستعينه ونصلي علی رسوله الکريمزما ګرانو او محترمو وروڼو کوم بيانونه چي زه درته ليکم هغه په غورګورۍ اودغه بيان هم په غورسره مطالعه کړۍ زه ومسلمانانوته ددين درسولو په لار کښي الحمدلله محنت کوم،تحقيق کوم او مستنده خبرکوم او هر مسلمان نر اوښځه که تعليم يافته وي اوکه بې علمه وي په دې شرط چي دتعليم اودعلم په عنوان کښي دضلالت اودب...