له کومې ورځې چې په افغانستان کې بانکونو په دولتي چوکات کې په عملي کار پیل وکړ، د ولس زیاته پیمانه پولي او مالی ځواک له همدغه ځایه تر واک لاندې و. د خیانت او درغلۍ لړۍ هم له هماغه وخته ورسره غبرګه روانه شوه، کله به لږ تته او کله به ښه ځواکمنه ځغلېده.
د دغه تورې بلا ځواک او خوارځواکي هم د هروخت په شته رژیم پورې تړلې وه، که به د وخت رژيم داسې وو چې د ولس لپاره به یې خدمت کاوه نو بیا دا توره بلا کمزورې او څه ناڅه تر واک لاندې وه او د مخنیوي لپاره به یې لارې چارې موندل کېدلې خو کله به چې د وخت رژیم داسې وه چې د بل لپاره به یې کار کاوه نو زمونږ د ولس د شتمنیو تالان به ښه په درز کې روان و.
دغه بهیر تر زیاته پورې په اکثریت رژیمونو کې تر واک لاندې په سترګو کیږي، خو کله چې د امریکا په ځواک د کابل اداره رامنځته شوه او په کابل شته د طالبانو د منځنیو قرنونو اسلامي امارت له منځه ولاړ، د دولتي بانکونو په خوا کې شخصي سوداګریزو بانکونو ته هم د افغانستان بانک له خوا د کار جوازونه ورکړل شول، نو له دغه وخته وروسته دولس د شتمنیو چور او تالان د تاریخ په اوږدو کې بې ساري زور واخیست.
له لویدیځ او ختیځ څخه راغليو زړو ښامارانو د ملت د شتمنیو په شارګ باندې په خورا بې رحمۍ خوله ولګوله، له تش په نامه جمهور رئیس کرزي نیولې بیا د بانکونو تر مدیره پلاوو او آن تر عادي کارکوونکو پورې ټول له یوې مخې د بنډلونو لېوني شول او چور او تالان پيل شو.
د همدې چور او تالان په بهیر کې خدای بښلي کابل بانک ساه ورکړه، عزیز بانک د ځنکدن حالت لاړ، میوند بانک اوباختر بانک هم بې هوشه شول، غضنفربانک ته هم سرګرداني پیدا شوه او همدا اوس اوس خو دافغانستان تجارتي بانک د اجل داعي ته لبیک وویل، مګر میدان یوازې د امریکا، بهرنیو ځواکونو او یو ایس آی ډي په پیسو ولاړ تش په نامه فرعون دافغانستان بین المللي بانک ته پاتې دی.
حالت دومره خراب دی چې ورځ تربلې بانکونه لاندې روان دي او مهم لاملونه یې غواړم د ګران هېواد او کړېدلی ولس ته د زړه له کومي د یوې پاکې ډالۍ په توګه وړاندې کړم، خو اشرف غني صاحب له تا یې د خلاصون او ژغورني تمه کوم:
• ډېری بانکونه تر اوسه پورې د خپلو ټولو بانکي راکړو ورکړو په شا د اسناد شتون او کره والي ته لا اوس هم فکر نه کوي او ښه په خلاص مټ د تورو پیسو کاروبار کوي، چې خدای مه کړه بیا افغانستان د خړ لېست او له دې ورآخوا تور لېست وروانچوي. دغه اسناد د هغه کسانو څخه غوښتل کیږي چې عادي او پاک بانکي کاروونکی وي خو بیا له هغه چا سره بل ډول چلند کیږي د بانک د سهمدارانو له خوا بانک وروپېژندل شي.
• د بانکونو سهمداران اوس هم په ډېره زیاته پیمانه له بانکونو نغدې پیسې وړي او له ملک څخه یې بهر په کارونو لګوي او دلته یې د بانکي سیستمونو په کارونه کې هغه وران غداران په کار ګومارلي دي چې د افغانستان بانک پلاوو ته د ماشامانو په څېر دوکه ورکوي او په یادو سیستمونو کې په غیر قانوني ډول لاس وهنه کوي او خپلې نغدې روپي پوره ښکاره کوي. ددې مهارت هم لري چې که د افغانستان بانک کسان یې په تورو معاملاتو پوه شي بیا د هغوی خوله هم ورپټولای شي.
• د بانکونو سهمداران اوس هم د خپلو بانکو څخه د جعلي شرکتونو په نامه پیسې وباسي او په دغه چاره کې له هغوي سره د هر بانک مدیره پلاوی او مالي اعتبارونو څانګې ښه غوښنه مرسته کوي او څه ناڅه پکې ځانته هم جلا کوي. چې د ډېری بانکونو د مديره پلاوو غړي هم د خپلو بانکونو پوروړي دي
• د بانکونو زیاته پیمانه نغدې پیسې په خزانو، دسهمدارانو په تورو کارونو او یا د افغانستان بانک کې خوشې پرتې دي، حال داچه اوس هېواد له بل هروخت څخه زیاتې پانګونې ته اړتیا لري. که د افغانستان بانک تر رهبرۍ لاندې د بانکونو د اتحادیې وروستي مسلکي راپور ته ځير شو نو دغه چاره او اصلي انځور به راته ښه روڼ ښکاره شي چې د هېواد بانکونه څه کوي او هېواد څه ته اړتیا لري.
• بلې خواته د محکمو انسان خواره قاضیان هم د بانکونو قضیو ته د یوې اوږدې ګرمې ورځې د روژه ماتي په شان انتظار وي چې کله به ورته دغه فرصت په لاس ورځي چې څه نا څه پکې لاسته کړي. د نافذو قوانیو د احکامو له صراحت سره سره بیا هم دوی هغه او دغه کوي، کار په خپل وخت نه خلاصوي او دې انتظار وي چې دا خو د بانک قضیه ده، زه پکې ولې بېنوا پاتې شم. داسې عملي مثالونه هم شته چې له دريګونو محکمو وروسته هم د نور اجراآتو احکام ورکړل شوي دي.
• دافغانستان اکثریت بانکونو د خپلو نړیوالو راکړو ورکړو لپاره په بهرنیو بانکونو کې د بانکي حساب لرولو ته خورا لوړه اړتیا لري، په دغه چاره کې زمونږ زیات هېوادوال دې اړ وي چې خپلې پیسې باید یو یا دوه ځله په بهرنیو اسعارو تبادله کړي او هرځل پکې زیان ومني یوازې ددې په خاطر چې پیسې یې بهر ته واستول شي. دغې اړینې چارې ته تراوسه د افغانستان بانک چې دټولو بانکونو دمور بانک حیثیت لري، هېڅ داسې پاملرنه نه ده کړې چې کومه پایله دې ولري او له دغه اوسني حال څخه دې د افغانستان اکثریت بانکونه وباسي.
وړاندیزونه:
• د بانکي راکړو ورکړو په بهیر باندې دې قانوني څار او روڼ چلند حتمي شي. د ټولو معاملاتولېست او اړونده اسناد یې باید مرکزي بانک او یوې بلې دریمګړې د پلتنې ادارې تر څار لاندې شي او د ټولو بانکونو درې میاشتنی راپور دې دټول هېوادوالو مخته کېښودل شي.
• د نغدو پیسو په ایستلو باندې داسې شرایط وضع شي چې له نړیوالو قوانیو او دهېواد له نافذو قوانینو سره اړخ ولګوي، دبانکونو د نغدو پیسو د شتون چاره دې د ناګهاني پلټنو تر بهیر لاندې راشي او بانکي سیستمونه دې هم داسې تر واک لاندې شي چې د بانکي سیستمونو ځایي کاروونکي پکې غلط او ناسم څه ثبت نشي کړای. تر اوسه پورې بهتر ته ایستل شوې نغدې پیسې هم باید ورو ورو بېرته هېواد را ستنې شي. اوس هم عربي متحده اماراتو ته د افغان نغدو پیسو سېلاب ورمات دی، داسې نه چې د اماراتو د اقتصادي ماتېدو سره مونږ بیا هم مات شو.
• د اوسنیو شتو پیسو څخه د ګران هېواد په هره اقتصادي برخه کې د پانګونې لپاره کار واخیستل شي او بانکونه دې مکلف کړل شي چې د هر داخلي او کورني سکتور په اړه سمه تګلاره ولري او دخپلو فعالیتونو راپور په میاشتني ډول اړونده اداره او د هېواد عامو خلکوته په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي.
• ککړ او تور کسان د بانکي معاملاتو او بانکي مسلکي کسانو له بهیرڅخه باید وایستل شي ترڅو د پاکۍ او مسلکیت چاره یقني کړای شي او که داسې ونشول نو دغه شته ناولي او ککړ ښاماران به - خدای مه ګړه- له کوم بل ناورین سره مخ کړي.
• په خپله جمهور رئیس باید هره میاشت د یوه ځل لپاره د افغانستان بانک د مشرتابه په موجودیت کې د شته بانکونو له اجرایوي رئیسانو سره وګوري، د دوی کاري پلانونه او کړنې وڅاري او عمومي او ملي اقتصادي بهیر سره یې سمون حتمي کړي.
• د هېواد په کلني اقتصادي ګراف کې باید د بانکونو ونډه جوته شي او ددغه شان کړنې د عملي کولو لپاره باید په بانکونو باندې مسلکي او عملي کار وشي چې د دغو ادارو د کار او فعالیت ثمره جوته او په پای کې د ملي اقتصاد اساسي جزء شي.
اشرف غني!
اوسنی حالت له تا نه ځېنې چټک ګامونه غواړي، هيله لرو چې دغه شان ګامونه به اوچت کړئ او خپل ولس او هېواد به له بل اقتصادي ناورین څخه وژغورئ. یا الله ته مو هېواد او ولس له هرې بلا او په ځانګړې توګه له اقتصادي بلاوو وژغوره!