غزل
ما چې د چا سره ټول عمر ځواني کړي ده
هغې زما سره ټول عمر ناځواني کړي ده
بیا دې د کوم میئن مرګي ته تیاري کړي ده
نن د په ځان باندې څه بې کچې خواري کړي ده
ما په هر حال کې محبت ته هرکلی کړی دی
ما په هر حال کې د نفرت سره بدي کړي ده
نن راته ځای د خوشالۍ نه ځمکه نه راکوي
نن مې د یار سره د عید مبارکي کړي ده
پرېږده چې ستا په تهمت مړ شمه خوشاله یمه
سبا به وایې چې درمان مې بې ننګي کړي ده
ق.درمان
02.11.2012
- فضل الربي رستم
غزل
ورته ناست مې د زړګي په کو پیریان دي
اننګي د غبرګ ګلونه د رېخان دي
اعتبار نشته پاچاهان که ملایان دي
چې پېښ نه دي تر هغې پورې شېخان دي
چا چې دلته ډېرې میندي بورې کړي...
02.11.2012
- فضل الربي رستم
غزل
اننګي دې دي ځلانـده څراغونه
لږ خو راشه چې رڼا شي ماښامونه
د لیمو نه یې تک سره بڅري اوري
ته به وایې لکه اور شیندونکي غرونه
د نفرت په اړه هېڅ ویلی نه شم
ما لوستلي دي ...