في البديهه مشاعره

نن خو ترسهاره شوګيره کوو
ښه في البديهه مشاعره کوو
درمان
ياره زړه مې تنګ دى کورته نه ځمه
ستاسو په حجره کې به نن شپه کوو
ګوهر
ستا د هجر اور لکه د سرې اور
سوځو خو نه اور اونه لمبه کوو
درمان
ځکه زمونږ مينه روسوا کيږي نه
مونږ په هر يو کار کې مشوره کوو
ګوهر
څه کوې زمونږ د ستړي ژوند تپوس
بس د زړه په وينو ګزاره کوو
درمان
پى، بدرنګ، بنډى او يخ مې ټول راړل
خير دى ياره شپه مه کړه غرمه کوو
ګوهر
دا چې په ويښتانو کې مو سپين لګي
دا له حده ډيره انديښنه کوو
درمان
هر سهار د مريني اعلان اورمه
بيا به نن د کوم يو جنازه کوو
ګوهر
کله کله کينم د ملا سره
کله کله شپه په ميکده کوو
درمان
وايه ښه په ورين تندي خبرې کړه
ستا غوندې مونږ نه يو چې غصه کوو
ګوهر
دا چې ښايسته ټپه ټپيزه کړو
دا نو والله ظلم په ټپه کوو
درمان
آخ په غمازانو به دا نه وشي؟
دوى چې وي په جنګ، مونږ تماشه کوو؟
ګوهر
څو چې وو ژوندي مونږ به جدا نشو
زه او ګوهر دواړه دا وعده کوو
ګوهر
اې د وخت فرغونه خواري مه کوه
مونږه يو الله ته سجده کوو
درمان
خداى پرې خفه کيږي داسې مه کوه
نوره له بديو نه توبه کوو
ګوهر
يو خوا ته ګرمي بل خوا پرادى مزدور
وه ګوهره څه به په روژه کوو
درمان
زه او درمان بيا هم د چا خوښ نه يو
نه بې ځايه ګرځو نه نشه کوو
ګوهر
نشته ياران واړه ځان غوښتونکي شول
ځکه بنډارونه دوه په دوه کوو
درمان
ته چې زمونږ سوال او زاري نه منې
زور خو به جانانه خامخه کوو
ګوهر
خوب مې ليده زه ومه او يار مې وي
يو بل ته د ګل تبادله کوو
درمان
تاته مې د زړه اختيار درکړيدى
څنګه چې ستا خوښه وي هغه کوو
ګوهر
راشى ملايانو ګواهان اوسى
زه او يار د زړونو معامله کوو
درمان
وايه ته راځې ياره که زه درشم
دا دوو کې به خامخا يوه کوو
ګوهر
څوک چې دبدرنګو سلام نه اخلي
مونږ له داسې ښکلو نه ګيله کوو
ګوهر
ځى چې نوره خپلې مټې ونغاړو
څو به په پرادو خلکو تکيه کوو
درمان
زه او جانان دواړه په تبليغ کې ځو
داځلې ښه کلکه اراده کوو
ګوهر
زه هم بې درمانه ژوندى نه پايم
مونږه هم تر مرګه يارانه کوو
درمان
خير دى که نن نه راځې صبا راشه
مونږ ښه يو جانانه حوصله کوو
ګوهر
بيا وايي چې دا کم عقل وګوره
چاته چې ګوهره ښه کيسه کوو

ګوهر