غزل
تا ته احساس یې د قیامت د علامې درکړی
هلکه! وایه کوم برداشت دې حادثې در کړی؟
ما ته یې زړه لکه د سپينې ایینې راکړی
تا دروغجن ته یې هنر د بهانې درکړی
ستا انتخاب، د بډۍ ټال دی د اسمان په لمن
بلا ښایست درته اوه رنګې لوپټې درکړی
زړګیه! تا ته یې چې څومره خوشحالي درکړې
زړګیه! تا ته یې غم ، دې نه یو په درې درکړی
رستمه ته لا په همدغې زمانه کې ورک یې؟
رستمه تا ته درد هم ، دغې زمانې درکړی
فضل الربي رستم
02-01-2012