غزل
 
 
 هم له کلی هم له ښاره سړی باسې
 غم دی یاره له هر کاره سړی باسې
 
 
 اوسیدل دی زړه کې داسی راته ښکارې
 لکه غره کې چرته لاره سړی باسې
 
 
 سپینه خوله دی د سرو زرو خزانه ده
 ورنه خیر د خدای لپاره سړی باسی
 
 عشق دی هم یوه حصه د لیونتوب دی
 کله کله له مداره سړی باسې
 
 
 چې مقصد یې تر جانانه رسول وی
 شپه په ویښه تر سهاره سړی باسې
 
 
 ته چې خپله ما احساس ته رانیږې شوی
 خود به خرپ دی له رخساره سړی باسې
حميد احساس
		
			
					
					
						
							03.01.2012
						
						 - فضل الربي رستم
					
					 
  خدایه اینه څنګه وي؟
خدایه  پيدا دې کړمه شکر باسم خدایه ! رالوی دې کړم ، مننه کوم خدایه! ښه غږ دې راکړ خدایه ! قران مې ټول  په زړه  ولیکه خدایه! قرءیت  چې کوم  زه ان  د زړونو د ژړا غږ اورم   خدایه! پیدا دې کړمه شکر باسم  خدایه! رالوی دې کړم ، مننه کوم  خدایه! یوه بله غوښتنه لرم خد...
			 
			
					
					
						
							05.01.2012
						
						 - فضل الربي رستم
					
					   
غزل   محبته ، محبته، محبته یه ! زما د درد علته محبته 
 
له ازله تر قیامته ،محبته مصیبته ، مصی...