تورو تورو ماښامونو نه څنګ ځه
دلته ماتو ګړنګونو نه په څنګ ځه

مونږ یې دومره پخپل ژوند باندې شکي کړو
په سپرلي کې هم ګلونو نه په څنګ ځه

دسنګسار فتوې د کلي ملا لاس کې
اوس د کلي ګودرونو په څنګ ځه

چې قلم او کتاب دواړه یې درنه واخیست
خود به وایي تعلیمونو نه په څنګ ځه

د دوﺉ چم او په ګاونډ کې چې اوسیږې
ازار اخله، ثوابونو نه په څنګ ځه

چې دردونه د ولس مجسم نه کړي
بس ( وارثه ) دې شعرونو نه په څنګ ځه
اوسلو - ناروې