غزل

  وخت له ما نیکي اخلي په سترګو را تپي ظلم
وخت هم د کاپر زوی دی په ما عاجز کوي ظلم

زه ،  د محبت تر څنګ لرمه تحمل ، صبر
خیر دی که هغه د خپل ښایست تر څنګ لري ظلم

دلته به دجال د خپل شعور په بنا پيژنې
دلته یې لیکلی نه دی چا ته په تندي ظلم

دواړه مرور دي ضد نیولي دي پښتو کوي
دواړه په مین زړونو ناحقه تیروي ظلم

مینه جمع مینه،  کیږي لا یتناهي خوښۍ
کرکه جمع کرکه ، جمع کرکه، مساوي ظلم

            فضل الربي رستم