غزل
ما دا سپين قران بللی محبت
ما په سترګو دی منلی محبت
تعادل او حالات اچوي په جنګ
ستا نفرت او زما سپېڅلی محبت
هم خواږه او هم ترخه په کې راټول
دا له کوم ذاته راغلی محبت
نا ممکن ،د ځینو ځينو شیو مرګ
راته ښایه؟ چا وژلی محبت؟
دا رستم چې ستړی ستړی ، لا لهانده
دې رستم ته زړه خوړلی محبت
رستم