غزل
خوب کې ؤ راغلې افــتــــونــــــه لکه غرونه
ؤ د بیلتانه تور انــــــدامــــونه لــکــــه غرونه
زه له دغې وخته څو څو وارې نا رضا یمه
ما ته یې راکړي دي غمونه لـــــکـــه غرونه
ځار دې له تنکیو ګوتو ، ځار دې له دې لیکه شم
ما هم در ځواب کړل سلامونه لکه غرونه
ستا له خیالیګره انــــتــــخابــــــه منندوی یمه
ستا رابــاندې شته زړه! احسانونه لکه غرونه
ته او خدای نو څنګه به رستم بې درده پاتې شي
هر وخت چې ولاړ وي ستا یادونه لـــکـه غرونه
فضل الربي رستم
14.01.2011
- فضل الربي رستم
غزل
څنګ ته د درتلای نه شمه خود به مې خپل زړه سوځيستا زړه خو د کاڼي دی زما په حال چې نه ســـــــــوځيخدايه د ايمان سره مرګ راکړې نور څه نه غـــواړوچرته چې جګړه ده پکې واړه پښتانه سوځــــــــــــــيزه هم د رقيب په سر له يار...
20.01.2011
- فضل الربي رستم
غزل
هر ه ګړۍ ، هره لحظه په تنهایۍ کې لرم
د ژوند نشه ، د ژوند مزه په تنهایۍ کې لرم
شًکر یو څــه خو شته چې زه ورباندې یمه مشغول
ستـــــــا د یادونه سرمایه په تنهایۍ کې لرم
بلا بلا سوچونه ذ...