غزل

زما د زړه مات کړو د زړه په درد  اخته شې جینۍ

د دې ماښام   له   برکته  غیبي   مړه   شې    جینۍ

 

پریږده چې زما دا دردیدلی وجود درد احساس کړي

پریږده چې ته هم د وجود د درد حصه  شې  جینۍ

 

لکه   بندي  چې  ازاد   ګورې    هوسیږي  ورته

ته هم  همداسې  د  خوښۍ  په  تماشه  شې  جینۍ

 

هرې  وعدې  سره  د  ما  بیل  بیل  قیامت  لیدلی

هر هر قیامت سره په ژوند کې اموخته شې جینۍ

 

تا د رستم ازار اخیستی  خدای  که  ښاده  شې  ته

ته که هر څومره په رکوع او په سجده شې جینۍ