غزل

خیال چې د سپرلي د غوړیدو لرې
نیت مې د زړګي د چاودیدو لرې

زما د بوسې هیله او ستا دا انداز
تل په خوله  کې نا په زړه کې هو لري
   
څومره په کمال یې جوړه کړې یې
خدای که به ښایست کې ذره خو لرې

دومره  مې  په مینه باوري یمه
څومره چې  باور په الله هو  لرې

ځه مـــړه ولا چې ښه بې لوظه یې
ځه مړه ولا کـــــــه بــه پښتو لري

مینه به  مې هغومره قوت مومي
ته چې راسره کـــرکــه تر څو لري

هسې بـــــــه په نه خبره  ضد واخلې
وه ، رستمه ! خـــوی د لیونو لرې

فضل الربي رستم