غزل

خوښۍ ټولې د ژوندون راباندې قات شوې
خیاليګرې ارزوګانې مې میرات شوې

ستا د کوم پرهر علاج زړګیه وکـــــــــړم
ته چې هر ځله مین شوې نو رامات شوې

درده ، درده ! چې هغه دې کړه را یاده
راته خوږلکه د میني د ایات شوې

رانه هیره لکه ستا هره بانه شوې
را په یاد لکه وعده د ملاقات شوې

مئ خانې ته مې راتګ شو ستا له لاسه
ګناه ګار یې که څيله په هرجومات شوې

هی ارمان دی د رستم د وطن جنګه
ما چې څومره کمولې هومره زیات شوې

فضل الربي رستم