استرالیا کې نوې میشت شوي کډوال د دندو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي
د یو راپور په اساس استرالیا د ۲۰۱۵ کال راهیسي لږترلږه ۱۲ زره کډوال له عراق او سوریې څخه استرالیا ته انتقال کړي ترڅو هغوی له جګړو او ناخوالو وژغوري، خو استرالیا دغو کډوالو ته د کارونو او دندو په برابرولو کې پاتې راغلې.
ډیری دغه کډوال چې د استرالیا په سیډني ایالت کې میشت دي وایي، د سیمه ایزو خلکو لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوي او له هیڅ ډول تبعیضي چلند سره مخ نه دي، خو د دوی په وینا یوازینۍ ستونزه چې دوی ورسره مخ دي هغه د دندو نه موندل دي.
راپور وایي که څه هم ډیری دغه کډوال له لوړو زدکړو برخمن دي او په خپلو هیوادونو کې یې پخوا په لوړو حکومتي او ملکي پوسټونو دندې هم ترسره کړي، خو څرنګه چې دوی استرالیا کې د کار تجربه نلري نو ځکه د کارونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.
راپور زیاتوي، یو نیم کال کیږي چې دغه کسان استرالیا ته راغلي خو تراوسه یوازې ۱۷ سلنه یې په کار موندلو توانیدلي او پاتې نور ټول بیکاره او بې روزګاره دي.
22.03.2018
- آرین صافې
د ۲۰۱۸ کال د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ځانګړې سرمشریزې په لړ کې د تیرې جمعې په ورځ د اندونیزیا او استرالیا د دفاع او بهرینو چارو وزیرانو دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د استرالیا په پارلمانې دفتر کې ترسره شوه چې دواړو خواوو په دغه ناسته کې په سیمه کې د لا ښه امنیت تینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو خواوو د انسانې قاچاق او سایبر ضد فعالیتونو پر مخنیوي او په سمندرونو کې د ښه امنیتي تدابیرو د چمتو کولو په هکله هم خبرې اترې ترسره کړې....
23.03.2018
- احمدشاه قاضي خیل
کونړ چې د څپاندو سيندونو ددنګو غرونو او د ښکلو زړه راښکونکو درو په منځ کې پروت دی، چې د جوړيدو څخه يې څو لسيزي کيږي د پرمختګ په برخه کې او د نړيوالو ټولنې د بې ساري مرستو سره سره د بنيادي پروژو په جوړولو کې لکه څرنګه چې ورته د کونړونو ولس اړتيا لري چټک ګامونه نه دې پورته شوي.
برښنا چې د ژوندانه يوه اړينه برخه ده او په اوس مهال کې ورځنۍ ټولې چارې د برښنا پر مټ پرمخ وړل کيږي، خو کونړ ولايت د هيواد دنور ولایتونو په شان د سيندنو له درلودلو س...