غزل
زړه ليو نی دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
سوری سوری دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
د چا ترخې خبرې هيڅ کله زغملی نه شي
مين زړګی دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
هسې نه ګوتې مو شي پرې په ګل مو لاس مه وهئ
زړه مې اغزی دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
نه په تعويض نه په دارو نه په پيسو جوړيږي
داسې يو شی دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
جانانه ته هم د ګوهر سره سيالي مه کوه
دا مندوزی دی دا د هيچا په قيصه کې نه دی
نورالدين ګوهر مندوزی
11.04.2010
- فضل الربي رستم
ما به مې ماما خېژوي
همدا يو ماما يې و، ډېر ورباندې گران و، د ماما يې هم بله خورزه نه وه او تر ټولو خواشينونکې يې لا دا چې اولاد يې هم نه درلود ؛ځکه يې د خپلې لور غوندې ساتله، لا وړه وه د درې کلونو په عمر به وه چې له خپل ماما سره د ډېرې مينې په خاطر به يې هره ورځ همدا سندره په ماشومه ژبه او سندريز ترمنم سره لوسته:
زه په کپل دان د بل تا لات کله پلېدمه...
14.04.2010
- فضل الربي رستم
غــــــــــــــزل
وخت عجیبه دی، عجیب موړکې زمونږ لار بیلويما تـــــه سپيـــــړې راکــــــــــــــــوې او له ما یار بیــــلوي
هغوې به هیڅکله د...