ستا تصویر زما شعر
بېګا مې ستا تصویر ته ډېر وکتل
غوښتل مې شعر ته ورنه څه راواخلم
تا ښایستونو کې نوښت کړی دی
ښکلي رب ډېره پېرزوینه کړې
خماري سترګې،خماري بیتونه
خاموشه مخ دې شرنګیدلی ردیف
سره اننګي دې د ښکلاؤ تړاو
شونډې کافرې دې شوخي غزل کې
ښکلې موسکا دې سندریز خوندونه
او لاس نیول دې بیا تر زنې لاندې
لکه په شعر کې چې ارمان ژړیږي
بیا دې کاته لکه د شعر تشبه ده
لکه ټپه کې پښتنه پیغله چې
خپل مسافر لالي ته داسې وایي
مسافري دې ډېره وکړه
راځه راځه روزي به خدای رارسوینه
«««««««««««««««««««««
ف،ض، رستم
09.04.2010
- فضل الربي رستم
غزل
دې کاروان کې سفر ښه وو...
10.04.2010
- فضل الربي رستم
راليږونکی : محمد رفیق عزت ټليفونشميره: 0796009083 برېښناليکپته: rafiq.izzat@yahoo.com سرليک: دغازي پیر محمد خان (ترکي)لنډه پژندنه نېټه: 10.04.2010 09:15
دغازي پیر محمد خان (ترکي)لنډه پژندنهلیکوال محمد رفیق (عزت)غازی پیر محمد خان دمعذولله خان زوي .سخي مرتضي خان لمسی او د اولخیلوپه درنه کورنۍ کي په 1261هجري قمري کال کي زیږیدلی.نوموړی غازي دغزني ولایت .دګیلان ولسوالی اوسخي مرتضی خان په کلاکي زیږیدلی او اوسیدلی.او ډیر پرهیز...